انور سادات او دملانصرالدین کیسه

دسادات د څرګندونو په غبرګون کې یوه لیکنه : پدې وروستیو څوکالونو کې چې زه د پښتنو حالت ته او پرپښتنو باندې د هرلوري، هرکس ناکس او هر کمزوري او زورور بریدونو او حملوته ګورم، نو دملانصرالدین هغه کیسه ووایم یا ټوکه ، رایاد شي چې وایي:
ملاصیب ته چاویلي وو چې انسان مړشي نو ترټولو لومړۍ نښه یې داده چې دهغه پښې سړې شي. یوه ورځ ملاصیب کوم ځای ته روان وو، خریې هم دځان سره روان کړی وو، په لاره کې ورباندې د ماښام د لمانځه اذان وشو، ملاهم دچینې په یخو او ساړو اوبو اودس تازه کړاو خپل لمونځ یې وکړ. کله یې چې لاس پرخپله پښه کیښوده، نو هغه ورته ډیر یخه اوساړه ښکاره شوه . ملا صیب پکر وکړچې مړ دی ،ځکه چې پښې یې سړې شویدي. بس دنر زوی د مړي په دود اوږد وغزیده. کله چې هوا لږغوندې تیاره شوه، پرخره یې ګیدړانواو شغالانو برید وکړاو هغه یې راڅملاوه . خرلغتې وهلې او چغې یې وهلې چې کیدای شي ملاصیب یې واوري او د دې ځناورو  له پنجونه یې خلاص کړي.
ملاصیب چې دخره دغه حالت ولیده، سریې راپورته کړاو ویې ویل » هی هی !ښه پوهیږئ چې څښتن یې مړ دی ځکه مو داسې راڅملولی دی!«
پرون دسرپل څخه یوه وکیل انور سادات دی که سعادت دی ، په ډیر سپکو الفاظو د پښتنو سپکاوی وکړ، تردې دمخه نورو کسانو هم پښتنو ته په سپکو،سپورو ویلو ځانونو ته نومونه جوړکړي دي او شهرت یې موندلی دی،خو دغه برید دځینو پښتنو عکس العمل را وپاراوه او په غوسه غوندې یې کړل، البته هغه پښتانه نه چې په پارلمان یا ولسي جرګه کې د همدغه سادات ترڅنګه ، شا او مخکې ناست وو، بلکې هغو پښتنو چې زما په شان یې هیڅ له لاسه ندي پوره، پرته لدې چې په ورته مواردو کې دخپل زړه وینې وخوري.
داچې هرڅوک راځي او پرپښتنو باندې پښه ږدي، دهغوی مشرانو او ویاړنو ته توهین کوي، لکن په وړاندې یې هیڅوک نه دریږي او دهغوی مخه نه نیسې، دا دچا ګناه ده ؟ او پړه دچا په غاړه ده . څه موده وړاندې دعلومو د اکاډمۍ پوهان پدې تور چې دهزاره توکم ته یې توهین کړیدی، دپښتون ولسمشر ښاغلي کرزي صیب له خوا له دنده لیرې کړی شول، ځکه چې څښتن یې درلود، اما همغه ښاغلي کرزي صیب او نورو پښتنو مشرانو ، د ملاصیب په چم،پښې یخې شویدي او اوږده غزیدلي دي او ځانو نه یې په مړو اچولي دي ( کاش داځینې مشران خو په رښتیا مړه وای...).
دغه کسانو دا دومره جرات دکومه کړ چې پرداسې یوه قوم او ملت باندې بریدونه کوي چې دهیواد غوڅ اکثریت جوړوي. ځواب یې ښکاره دی: دوی  پوهیږي چې هیڅوک هم ورته څه نشي ویلی ، سزا خو دې خپل  سر وخوري چې نه یې شي ورکولی، څوک به ورته تندی هم ه تریو نکړي، ځکه چې پښتانه بې څښتنه او بې شپانه رمه ده چې شغالان او ګیدړ به پرې بریدونه کوي، که نه همدغوکسانو دې د(...) په مهال او واکمني کې ورته خبرې کړې وای، یادې یې پښتنو ته توهین او سپکاوی کړی وای، هغه وخت به ما لیدلی وای چې ددوی سره څه کیدل او ددې ګستاخۍ پایله به یې څه وای.   
زیب منتظرمسید