ماتې کړي دي

موږدزرورو دځواک ښکرې ماتې کړې دي
موږدسکندر،انګریزلښکرې ماتې کړیدي
چاچې له غروره جګه غاړه لکه زاڼه  وړه
موږورله ورسک مات دی،ککرې ماتې کړیدي
ښکارلپاره زموږمېنې ته باز،شاهین راغلي دي
موږورله پنجې غوڅې ،وزرې ماتې کړیدي
موږلکه دغره ،دنیزپه مخ کې دریدلي یو
موږپه پخپل تندي ، کلکې ډبرې ماتې کړیدي
خو!
ولې بیانوداسې خواراوزاره ،درپه دریونن
چامومېنه لوټ،چامووزرې ماتې کړیدي؟
لاره رانه ورکه ، دتورتم یوپه غوبل کې ښکیل
دامو دټوپک په خوله خبرې ماتې کړيدي
داچې یوولاړنن په تش لاس موددښمن مخ ته
موږدورور ټټرکې خپل خنجرې ماتې کړیدي
هرڅه مولوګی شول،دژوندون موهریوخوندتلی
یوه موچناروسو،بل ګودرې ماتې کړیدي
چامودشپونکي دشپیلۍ غږستوني کې وچ کړلو
چاموهم دغره دسرګورګورې ماتې کړیدي
موږدناپوهۍ نه دسخره ،تیږې،[خرټي] په نوم
سره لعلونه مات کړل،ملغلرې ماتې کړيدي
موږه داغزوپه نوم ګلان دبوستان وریبل
موږه د بلبل،توتي  سندرې ماتې کړيدي
نورچې (منتظره)،دي هوسا،ښایسته ژوندلري
دوی په زوردعلم ،دجهل منترې ماتې کړیدي
20/06/2012
جلال اباد