ولې د شپې خوب نه درځي؟ کورنۍ درملنه يې دلته ولولئ (دويمه برخه)
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د همدې ژباړې په تېره برخه کې مو ولوستل چې بې خوبي څه ته وايي؟ ډولونه او لاملونه يې کوم دي؟ په دې (دويمه برخه) کې د بې خوبۍ يا insomnia تشخيص، کورنۍ او طبي درملنه درته ښيو.
۵- د بې خوبۍ يا insomnia تشخيص:
- اړوند ډاکټر ته لاړ شئ، ډاکټر به ستاسو د بې خوبۍ د نښو - نښانو په اړه پوښتنه وکړئ او د ناروغۍ جدي والی به مالوم کړي.
- په اکسفورډ پوهنتون کې ډاکټرانو او پوهانو د insomnia کلمې مانا او مفهوم؛ په خوب کې د ګډوډۍ په نوم تشريح کړی او هغه حالت ته يې insomnia وېلې ده، چې له يوې مياشتې په ډېر وخت کې يو کس د خوب ګډوډي ولري. يانې کله چې يو کس په insomnia اخته وي، نو د يوې مياشتې تر ډېر وخت يې بايد د خوب ګډوډي يا بې خوبي تېره کړي وي. که چېرې بې خوبي او خوب نه راتلل د يو څو مشخصو ورځو لپاره وي، نو بيا ښيي ځيني نور ځانګړي لاملونه ولري او بي خوبي يا insomnia ورته نه وايي.
- د بې خوبۍ insomnia له ناروغ ډاکټر پوښتنه کوي، چې په منظم ډول هر هغه څه ياداښت کړي، چې د نوموړي د بې خوبۍ سبب کيږي.
۶- د بې خوبۍ يا insomnia درملنه:
د درملنې په برخه کې تر ټولو مهمه دا ده، چې د بې خوبۍ يا insomnia نښې - نښانې پيدا شي او دا ډاډمنه شي، چې اغېزمن کس په رېښتيا هم په بې خوبۍ اخته دی؟ له دغه تشخيص وروسته اړوند ډاکټر د بې خوبۍ insomnia عمر او څرنګوالی ګوري او د درملنې په موخه يې ځيني درمل او فزيکي چارې توصيه کوي.
- د بې خوبۍ insomnia درملنه هېڅ کله هم بايد پر خپلسر درملو او ګوليو باندې ونه شي. که چېرې د خوب په پار هره شپه په بازار کې د خوب مروجې ګولۍ واخلي او هغه استفاده کړی، نو نه يوازې چې ستونزه به حل نه کړي، بلکې په لوی لاس به د دغه درملو معتاد جوړ شی.
- د بې خوبۍ insomnia د درملنې لپاره د ډاکټر په مشورې درمل شتون لري، چې هم درته د شپې خوب پيدا کوي او هم په اساسي ډول سره دغه ناروغي له منځه وړي.
۷- د بې خوبۍ يا insomnia کورنۍ درملنه:
د بې خوبۍ insomnia له ستونزې او ناروغۍ څخه د خلاصون په پار کولی شئ، چې درملو او ډاکټر له تګ پرته ځينې چارې عملي کړي او دغه ناروغي درملنه کړئ.
- هڅه وکړئ چې د يو مهال وېش اړوند خوب وکړئ. که يو شپه مو خوب نه وي کړی نو هڅه مه کوئ چې د ورځې له خوا بيده شئ او يا هم په دويمه شپه ډېر زيات خوب وکړئ. خپل خوب مو منظم کړئ يانې که چېرې د insomnia په اساس درته بې خوبي پيدا شوي وي، هغه وزغمئ او په ټاکل وخت بسترې ته لاړ شئ او پورته شئ.
- د خوښې کارونه مو خوب ته په نېږدې وخت کې مه تر سره کوئ. هغه کار تر سره کړئ، چې تاسې ته ستړی کوونکی وي. د بېلګې په ډول که چېرې موزيک مو خوښ وي او له مطالعې څخه ستړي کيږی، نو د موزيک د اورېدو پرځای مطالعه وکړئ.
- خوب ته په نېږدې وخت کې د سېګرټ څکولو، شين چای او قهوې د څښلو څخه ډډه وکړئ. دغه څېزونه کافين لري او کافين سبب کيږي، چې له تاسې خوب وتښتي.
- که چېرې له دندې رخصت وی او يا هم راتلونکې ورځ مو بې کاره وي، نو بيا هم په هغه وخت درته د ساعت زنګ برابر کړئ، چې معمولاً پرې پورته کيږی.
- که چېرې په کټ يا بستر کې تر يو ساعت وروسته هم خوب نه درځي، نو همداسې مه پاتې کيږئ، يو ستړی کوونکی کار تر سره کړئ او يا هم د يو څو دقيقو لپاره په تياره کې کينئ.
وروستي