ولې د شپې خوب نه درځي؟ لاملونه او درملنه يې دلته ولولئ (لومړۍ برخه)
ژباړه: ډاکټر نېک محد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
۱- د بې خوبۍ يا Insomnia پېژنده:
بې خوبي چې په انګليسي کې ورته sleeplessness وايي او علمي نوم يې Insomnia ده، هغه حالت ته وايي، چې يو کس په ارام او عادي ډول سره خوب نه شي کولی بيده شي او د خوب له ګډوډۍ سره مخ وي. بې خوبي يا Insomnia هغه حالت دی چې يو کس په مشکله سره بيده کيږي او يا په مشکله سره په خوب کې پاتيږي.
۲- د بې خوبۍ يا Insomnia ځينې ټکي:
- بې خوبي يا Insomnia معمولاً د شپې د خوب پرمهال واقع کيږي، چې له امله يې اغېزمن کس د ورځې خوب ته اړ کيږي.
- په امريکا کې يو څېړنه په ګوته کوي، چې په ياد هېواد کې له ۳۰ څخه ۴۰ سلنه کسان د بې خوبۍ يا Insomnia په ناروغۍ اخته دي.
- بې خوبي يا Insomnia په لويه کې دوه لاملونه لري، خو ورسره نورې خبرې هم تړلې دي.
۳- د بې خوبۍ يا Insomnia لاملونه:
په لويه کې بې خوبي يا Insomnia دوه ډوله لاملونه لري، چې د لومړنيو Primary او دويم Secondary لاملونو په نوم ياديږي. چې بيا پر خپل وار دغه لاملونه په نورو برخو هم وېشل شوي دي.
الف- لومړني Primary لاملونه: دا هغه لاملونه دي، چې پرته له کومې بلې ناروغۍ يا ستونزې، د بې خوبۍ لامل شوي وي. د لامل په اړه نه پوهېدل خو د شپې خوب ورکېدل، د بې خوبۍ د لومړنيو Primary لاملونو په نوم ياديږي. په دغه لاملونو کې اندېښنې، تشويش، روحي فشار، ذهني ستونزې او د ورځې په کارونو د شپې له خوا فکر کول شامليږي.
ب - دويم Secondary لاملونه: دا هغه لاملونه دي، چې د کومې بلې بهرنۍ ستونزې له امله خوب وتښتي او بې خوبي رامنځ ته کړي. د بېلګې په ډول:
- د فزيکي ناروغۍ له امله بې خوبي.
- د رڼا او شور له امله د خوب کولو ستونزه.
- د خوب د ځای لکه توشکې، بالښت او نور څېزونو د ګډوډۍ له امله د شپې د خوب ورکېدل.
- او داسې په لسګونه نورې ستونزې....
۴- د بې خوبۍ يا Insomnia نښې - نښانې:
- په سختۍ سره خوب راتلل: کله چې د شپې د خوب ځای ته ځای او د ستړيا سره - سره بيا هم نه شي کولی، چې له ديرشو څخه تر يو ساعت پوري موده کې خوب در باندې راشي، نو دا دې بې خوبۍ لومړي نښه ده.
- په خوب کې پاڅېدل: د شپې په خوب کې پاڅېدل او وېښدل د بې خوبۍ بله نښه ده. ډېری کسان داسې عادت لري، چې په سختۍ سره بيده کيږي، خو په ډېرې اسانۍ سره او د کوچني کار په تر سره کېدوه بېرته راپورته کيږي، چې دا په خپله بۍ خوبي يا Insomnia په ګوته کوي.
- له ټاکل وخت مخکې پورت کېدل: که د خپل مهال ويش په اساس غواړی چې د سهار له آذان سره سم پورته شئ، خو تاسو له آذان هم يو ساعت وړاندې پورته شی، نو دا ډول عادتونه مو بې خوبي يا Insomnia در ښيي.
- له خوب وروسته د ستړيا احساس: هر کله چې د شپې خوب وکړی، خو سهار مهال د خوب څخه پورته کېدو په وخت کې د ستړيا احساس کوي، نو بيا هم د بې خوبۍ يا Insomnia په ناروغۍ اخته يی.
- د ورځې خوب: که چېرې د دندې له تګ وروسته د دندې پر مهال؛ شااوخوا لس او نهه بجې درباندې د خوب احساس راشي نو دا ښيي، چې د شپې خوب مو ناراحته وو او په Insomnia يې اخته کړي ياست.
- د فکر ګډوډي: د حافظې کمزورتيا، د شيانو هېرېدل، د نه تمرکز ستونزه او ورته نورې چارې د بي خوبۍ له امله او بې خوبي بيا په خپله ډېری وخت له دغه ډول روحي ستړياوو څخه پيښيږي.
نور بيا............
وروستي