امریکايي سوله او افغاني فاجعه!

د نيویارک ټايمز ورځپاڼې په یو تازه راپور کې راغلي، چې امریکايي چارواکو له افغان چارواکو غوښتنه کړې، چې د لېرې پرتو سیمو څخه خپل عسکر وباسي. د نیویارک ټایمز د رپوټ له خپرېدو وروسته دفاع وزارت هم منلې، چې دا کار به کوي او آن تردې، چې دا یې امریکايي تګلاره نه، بلکې خپله تګلاره بللې ده.

ځینو امریکایي چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي؛ له دې پرېکړې سره به له ګواښه ډکو سیمو کې پراته امنیتي ځواکونه د وسله والو مخالفینو له بریدونو خلاص شي او امنیتي تدابیر به پر لویو ښارونو څرخېږي. دفاع وزارت هم مني، چې ددې پلان پر اساس به د مهمو او ستراتېژیکو سیمو پر امنیت تمرکز زیات شي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې ويلي له لېرې پرتو سیمو د امنیتي ځواکونو ایستل د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ستراتېژۍ یوه نا اعلان شوې برخه وه. چې دا دی اوس عملي کیږي.

په هر حال امریکايي او افغان چارواکو ویلي، چې دا کار د امریکا او افغان حکومت له لوري اصلاً په افغانستان کې د امنیت او ثبات په موخه کېږي. خو که ورته وکتل شي، پایلې یې ډېرې خطرناکې او تباه کوونکې دي. څو لاملونه شته چې پر اساس یې دا طرحه ناسمه او خطرناکه ګڼل کېږي. تر ټولو لومړی خو دا یوه امنیتي طرحه نه ده، بلکې دا یوه سیاسي معامله ده چې له طالبانو سره د امریکايي چارواکو له پټو لېدنو وروسته را پورته شوه. دا چاره هغه وېره زیاتوي چې ښايي ځینې سیمې طالبانو ته وسپارل شي او په دې ډول به افغانستان دوه دولتونه ولري.

ددې سربیره افغان دولت د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو د احکامو پر اساس د ټول هېواد د امنیت ساتلو او پر ټول هېواد د دولتي حاکمیت د ټینګښت دنده په غاړه لري. دوی د هر افغان او د هرې لوېشتې لوېشتې خاورې مسوولیت لري. اوس چې دا بحث کېږي چې لرې پرتې سیمې دې پرېښودل شي او یا دې کم نفوسه سیمې پرېښودل شي، دا په ښکاره د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو خلاف کار دی. له بله اړخه په دې سره زموږ ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هم نقض کېږي.

که دې طرحې ته له امنیتي اړخه وکتل شي، ډیره خطرناکه او ناسمه ده. ځکه څنګه شونې ده چې په کلو او بانډو کې دې وسله وال مخالفین وي او ښارونه دې امن وي. ایا امریکایان او حکومت د ښارونو او کلو اړیکې په بشپړ ډول ختموي. که داسې وي، دا نو له یوه اړخه ناشونی کار برېښي او له بله اړخه یوه فاجعه ده. په دې سره به کلي وسله والو ته ور پرېښودل شوي وي او هغوی به پکې هر ډول مرکزونه جوړي او خپل کارونه به کوي، خو خلک به په ښارونو کې محاصره وي.

د ښارونو په محاصره کولو او یا هم تر ښارونو د امنیتي کمربندونو پر چاپېرولو سره به د خلکو عادي ژوند ګډوډ شي. له همدې امله دا طرحه سراسر ناسمه او بګنونکې ده. د ملي یووالي حکومت ته پکار ده چې د امریکا د هرې طرحې هرکلی ونه کړي او په پټو سترګو یې عملي نه کړي. دوی ته پکار ده چې د افغانستان د قوانینو، ارزښتونو، ګټو، امنیت او د افغانستان د خلکو د غوښتنې پر اساس عمل وکړي نه د يوې مفکورې.!