په ښځو کې د سينې سرطان لاملونه او درملنه دلته ولولئ

په ښځو کې د سينې سرطان لاملونه او درملنه دلته ولولئ

دويمه برخه
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 

د همدې ژباړې په لومړۍ برخه کې مو په ښځو کې د سينې سرطان پېژنده، نښې - نښانې او پړاونه درته په ګوته کړل. ومو ويل، چې په ښځو کې د سينې سرطان؛ د سرطان يو عام ډول دی او د سږو له سرطان وروسته تر ټولو ډېر وژنکی سرطان دی. په دې برخه کې په دې خبرې کوو، چې کوم څه لامل کيږي، چې په پايله کې يې د سينې سرطان پيدا کيږي؟ په لويه کې د سرطان د ناروغۍ ډولونه څو او کوم دي؟ ا وروستۍ دا چې د سينې سرطان څنګه درملنه کيږي؟

۴- د سینې سرطان لاملونه:
په ميرمنو کې د سينې سرطان عمده لاملونه تر اوسه څرګند نه دي، خو په لويه کې لاندې ټکي د سينې سرطان د لاملونو په ډول په ګوته کولی شو.

- عمر Age: د سينې سرطان يو عمده لامل ډېر عمر دی. څېړونو په ګوته کړې ده، چې په ښځو کې د سينې سرطان له شل کلنۍ څخه په پورته عمر کې 0.6 سلنه وي خو د اوويا کلنۍ په عمر کې دغه سلنه 3.84 ته پورته کيږي.

- پيدايښتي خواص Genetics: پيدايښتي او کورنۍ ناورغۍ هم د سرطان لامل کېدای شي. که څه هم دغه لامل تر يوه بريده ټېټ دی، خو که چېرې په کورنۍ کې کوم چا په تېر کې د سينې سرطان ناروغي درلودله، نو شونې ده چې لور، خور او لمسۍ يې هم په دغه ناورغۍ اخته شي.

- د سينې د نسحونو سختوالی Dense breast tissue: د ځينو نور نارغيو او سببونو په اساس د سينې دننه نسجونه سخت کيږي، چې دغه چاره په خپل وار سره د سينې سرطان ته لار پرانېزي.

- ماشوم ته تی ورکول breast-feeding: که چېرې کومه مور د ماشوم له زېږون وروسته خپل ماشوم ته پۍ نه ورکوي او پر ځاي يې پوډري شيدې کاروي، نو دغه کړنه د سينې سرطان لامل کيږي. د ماشوم له پيدايښت څخه وروسته تر يو کال پوري د تي ورکول کولی شي، چې د سینې سرطان مخ ونېسي. څېړنو دا هم ښودلې ده، چې تر يو کال پوري ماشوم ته شېدې ورکول او وروسته د بل ماشوم په نس کېدل، د سينې سرطان د مخنيوي ښه لاره ده.

- ډېر وزن Body weight: د وجود وزن زياتېدل نه يوازې د سينې سرطان په ښځو کې رامنځ ته کوي، بلکې د ډېری نورو ناروغيو لپاره هم لاره پخوي.

- د الکولو زيات څښاک Alcohol consumption: څېړنو په ګوته کړې ده، کومې ښځې چې ډېر شراب او الکولي مشربات څښي او نو ځان ته په بيه د سينې سرطان اخلي.

- د هورمونو درملنه Hormone treatments: د ځينو موخو لپار د وجود د هورمونو درملنه يا hormone replacement therapy (HRT) د سينې سرطان رامنځ ته کولی شي. همدا ډول هغه ګولۍ او درمل چې د حمل د مخنيوي لپاره خوړل کيږي، په ښځو کې د سينې د سرطان لامل دی. دغه چارې په ښځو کې د estrogen هورمون لوړوي، چې د دغه هورمون لوړه کچه په خپله د سينې سرطان را پيدا کوي.

۵ - د سينې سرطان ډولونه:
په ښځو کې د سينې سرطان په لويه کې په دوه ډوله دي.
- Ductal carcinoma: دا يې هغه ډول دي، چې د سرطان د حجرې د کار او تمرکز ځای يوځای يوه نقطه وي او نورو انساجو ته نه خوريږي.

- Lobular carcinoma: د سرطان په دې ډول کې د ناروغۍ په وروستيو پړاونو کې د وجود نور نسجونه او غړي هم تر بريد لاندې نيسي، چې په ښځو کې د سينې سرطان پيچلی ډول بلل کيږي.

۶- په ښځو کې د سينې سرطان درملنه:
د سينې سرطان د هغې په ډول او د سرطان په پړاونو پوري اړه لري، چې درملنه يې تر سره شي. که چېرې سرطان په لومړيو پړاونو کې وي، نو درملنه يې د درملو او شعاع په وسيله شونې ده، خو که چېرې د سرطان ناروغي وروستيو پړاونو ته رسېدلې وي، نو بيا يې بايد درملنه د جراحي په عملياتو په وسيله تر سره شي.

لکه څه ډول مو چې د لېکنې په لومړۍ برخه کې د سينې سرطان نښې - نښانې درته په ګوته کړې، نو د يادو نښو - نښانو په لېدو سره باید ډاکټر ته د وخت له ضايع پرته رجوع وشي.