غزل

تل مـــی په سرووينو ارغوان ساتلی دی
مـــــــــــادسرپه بعيـــه قدردان ساتلی دی
تل می دزړه وينی په ورغوی کی ورکړی
ماپـــــــه لــــوړ همت لعلومرجان ساتلی دی
بيادی دطاووس په شان رنګينی نغمی مستی
مــــــــــــــــــــادتن په غوشو قهرمـــان ساتلی دی
ټول لمبــــــه لمبــــــــه ېي ای زما دزړګی سره
نن مــــــــی لکــــــه ګل دزړه درمان ساتلی دی
بيالکه سپوژمئ شوغلی وهی زمالالئ
نن می لکه ستوری داسمان ساتلی دی
ډيروکړلی داؤ دشيد وسپينی ځوانی ګلی
بيامی لوړ تاريخ دلوی افغان ساتلی دی
ډيرو په ژوندکــــــــــــی کفنونه د مرګی
مادزړه توتی په کلک ايمان ساتلی دی
بيادازادی ترانی مستی کـــــی قربان
مالکه سورلعل دبدخشان ساتلی دی
الکوزی به ساتم سندريز ای پشتنو
ما لکه اميل دزړه خوبان ساتلی دی

منان الکوزی، کوټه