کابل کې له ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ځوانانو تمریناتي کمپ پیلیږي

روهي (درې نۍ/۹مه د زمري)، د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوان لوبغاړو لپاره په کابل کې تمریناتي کمپ د منتخبې لوبډلې د ټاکلو په موخه پیلیږي.
 
د افغانستان کرکټ بورډ په څو پړاوونو ازموینو کې په کابل کې د سیالیو ترسره کولو او د کره عمر د معلوملو لپاره د هډوکو د معایناتو ترسره کولو وروسته ۲۷ غوره لوبغاړي وټاکل، چې ددوی له ډلې یې له امو زون، اعجاز احمد، فرهان زاخېل، ننګیالی له کابل زون، ریاض حسن، ذکي الله ا و نوید احمد له سپین غر زون، سلیمان عربزی، حسن ساپی، عابد محمدي، الله نور او محمد اسحاق له مس عینک زون، صدیق الله نیازی، بصیر نیازی، رضوان منګل، عبدالله، شریف او عثمان غني له بوست زون، احمد ظاهر، عبدالله، بلال احمد او نوید زابلی له بند امیر زون عارف خان، کامران هوتک، سهیل، اکمل خان، شاهدالله او سید جمال الدین وټاکل شول.
 
د کرکټ تخنیکي څانګې ډایریکټر بشیر ستانکزي په دې اړوند وویل، دغه ۲۷ غوره لوبغاړي به سبا په کابل کې تمریناتي کمپ پیل کړي او د روان زېږدیز کال د اګست میاشتې تر وروستۍ نېټې دوام وکړي.
 
نوموړی وایي، د تمریناتي کمپ موخه په فریکي، تخنیکي او تکتیکي برخو کې د لوبغاړو د ظرفیت او وړتیا لوړول دي او د کمپ پای ته رسېدو سره به د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه له دې ډلې غوره لوبغاړي د افغانستان له ۱۹ کلنو د کم عمره ځوانانو منتخبې لوبډلې ته په اسیایی جام کې د ګډون لپاره اعلان کړي.
 
د یادولو ده، چې دغه ازموینه د هېواد د شپږو زونونو په کچه له تنکیو ځوانانو اخیستل شوې چې ددوی له ډلې یې غوره لوبېدونکي ځوانان تر دې پړاوه رارسېدلې دي.