په ښځو کې د سينې سرطان څه ډول ناروغۍ ده؟ نښې، لاملونه او مخنيوي يې دلته ولولئ

په ښځو کې د سينې سرطان څه ډول ناروغۍ ده؟ نښې، لاملونه او مخنيوي يې دلته ولولئ
لومړۍ برخه
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښټن
 
۱- پېژنده:
هغه سرطان چې په ميرمنو او ښځو کې د سينو په نسجونو کې را پيدا کيږي او هلته تکمل کوي، د سينې د سرطان په نوم ياديږي. د سينې سرطان په ښځو کې د سرطان ډېر عام ډول دی او په ښځو کې د سږو له سرطان وروسته دويم تر ټولو وژنکی سرطان دی.

۲- نښې - نښانې:
- په سينه کې غوټه پيدا کېدل lump in the breast: کله چې د سينې د دننه نسجونه د سرطان حجرې د بريد لاندې راشي، نو په سينه کې يو غوټه يا غده را پيدا کيږي.

- د سينې د شکل يا بڼې بدلون change in breast shape: هر کله چې په سينه کې پيدا شوې غوټه غټه شي، نو بيا د سينې طعبيي بڼه بدلون کوي، او د اغېزمن شوي تي حجم زياتيږي.

- د تي له سره څخه اوبه بهيږي fluid coming from the nipple: کله چې د سينې سرطان يو څه ډېر تکمل وکړي، نو بيا د تي له سر څخه اوبه او نورې ميکروبي مايع راځي. او همدا ډول د تي سر پړسيږي او رنګ يې سور وي. ځينې وخت شونې ده چې دغه مايع وينه هم اوسي.

۳- ځينې نورې نښې:
- په سينه او تخرګ (زير بغل) کې درد، خو داسې درد او تکليف چې د ښځو په مياشتنۍ ناروغۍ باندې کوم اغېز نه کوي.

- سينه او په ځانکړي ډول سره د تي د سر خارښت.

۴- د سينې د سرطان پړاونه:
د سينې سرطان په بيلابيلو پړاونو او مرحلو کې مطالعه کيږي او د تر درملنې لاندې نيول کيږي. دغه پړاونو د سينې د سرطان په اندازې پوري اړه لري، خو دلته د سينې سرطان پنځه پړاونه درته په ګوته کوو. دغه پړاونه د صفر څخه تر څلورم پوري شمېر لري د پنځه ګوني پړاونو په نوم ياديږي، چې ټول - ټال پنځه پړاونه دي.

د صفر پړاو: دغه پړاو د ductal carcinoma in situ (DCIS) په نوم هم ياديږي. دغه پړاو ته ځکه ductal پړاو وايي، چې د سرطان اغېز يوازې په هغه حجره او نسج باندې وي، چې په لومړيو کې پر بريد شوي وي. په دغه پړاو کې سرطان دومره پرمختګ نه وي کړی، چې نور نسجونه هم د تر حملې لاندې ونيسي. په صفر پړاو کې تر ډېره د سرطان نښې - نښانې پټې وي او په مشکله را څرګنديږي.

لومړی پړاو: په دغه پړاو کې د سرطان حجره د يو او دوه سانتي متره په اندازه لويږي. په لومړي پړاو کې د تي له سر څخه مايع يا کوم چرک نه راځي.

دويم پړاو: په دغه پړاو کې د سرطان حجره په پوره ډول دوه ساتني متره کيږي خو د سينې د دننه نورې غدې ورڅخه نه وي اغېزمن شوې.

درېيم پړاو: په دې پړاو کې د سرطان اندازه پنځه سانتي متره وي، خو په دغه پړاو کې بيا سرطان نفوذ کوي او نېږدې نورې غدې هم تر بريد لاندې نيسي.

څلورم پړاو: د سينې د سرطان دغه پړاو وروستی او خطرناک پړاو دی. په څلورم پړاو کې د سينې سرطان حجره پوره غټه شوې وي، د سينې داخلي حجرې، غدې او نجسونه يې په بشپړ ډول تر حملې لاندې نيولي وي. په څلورم پړاو کې بيا سرطان له سينې په بهر په نورو غړو لکه هډوکي، دماغو، سږي، ځيګر او نورو باندې اغېز کوي.

نور بيا............