د افغانستان کرکټ بورډ ۲ نوي غړي اداري کارکوونکو ته ورمعرفي شول

روهي (دوه نۍ/۸مه د زمري)، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر محمد حمید ‌طهماسي او د سوداګرۍ وزارت مرستیاله کامله صدیقي، چې څه موده وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم له مخې، د کرکټ د بورډ د نوو غړو په توګه منظور شوي وو، تېره ورځ د کرکټ بورډ ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شول.
 
د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل په پیل کې دوی ته ښه راغلاست ووایه او د کرکټ بورډ ادارې د غړو په توګه یې د دوی معرفي د کرکټ بورډ لپاره یو غوره زېری وباله.
 
د کرکټ بورډ مشر د یادې ادارې پر لاسته راوړنو او په ټولو ډګرونو کې د روڼتیا له شتون څخه ډاډ ورکړ او دغه اداره یې د ځوان او تکړه کادرونو اداره وبلله، چې سربېره پر دې یې د بورډ دوو نويو غړو ته د ادارې کارکوونکي هم ورمعرفي کړل.
 
ورپسې د کرکټ بورډ اجرائیه مشر شفیق ستانکزي د اداري سمون په برخه کې د ولسمشر دغه ګام وستایه او د بورډ غړو ته يې د کرکټ ادارې د ټولو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.
 
نوموړي دغه راز د کرکټ عوایدو او لګښتونو ته په اشارې سره وویل چې د یادې ادارې یوازې ۲۰ سلنه لګښتونه د دولت له لوري ورکول کېږي، په داسې حال کې چې پاتې ۸۰ سلنه عواید په خپله پوره کوي او په راتلونکي کې به هڅه وکړي، چې دغه کچه تر ۱۰۰ سلنې پورې ورسوي.
 
دغه راز د غونډې په ترڅ کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر محمد حمید طهماسي خبرې وکړې او د کرکټ په ډګر کې یې د بورډ لاسته راوړنې وستایلې.
 
نوموړي د کرکټ بورډ له مشر څخه هم مننه وکړه، چې د لا ډېرې روڼتیا او سمون رامنځته کولو لپاره یې دوی د بورډ غړیتوب لپاره ولسمشر ته پيشنهاد کړي دي.
 
هغه زیاته کړه: «په تېر یونیم کال کې د افغانستان کرکټ په برخه کې انقلاب شوی او ټولې لاسته راوړنې يې د ادارې کارکوونکو هلو ځلو پایله ده، کرکټ د افغانستان لپاره یو ستر ویاړ دی او د افغانستان نوم یې د نړۍ په هره برخه کې ځلولی دی.»
 
همدارنګه د سوداګرۍ وزارت مرستیالې کاملې صدیقي هم د کرکټ بورډ پر لاسته راوړنو خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د کرکټ د پرمختګ په برخه کې به له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ځان ونه سپموي.
 
نوموړې له ولسمشر څخه د مننې ترڅنګ د کرکټ وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل: «د هېواد په کچه به د کور دننه د کرکټ پیاوړتیا ته لا ډېره پاملرنه وکړي.»
 
په پای هغې د ښځینه کرکټ برخې ته پر ودې ورکولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د هېواد په داخل او بهر کې به د ښځينه کرکټ د پرمختګ لپاره کار وکړي.