د سولې څرک

د افغانستان جګړه د نړۍ یوه له اوږدو جګړو څخه شمېرل کېږی. د دغې جګړې یو تر ټولو خونړی پړاو  له دوه زره لومړي کال وروسته، له کله چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لخوا په افغانستان کې د طالبانو پنځه کلن ریژیم ړنګ شو، پيل شو. په دې موده کې بهرنیو استخباراتو شبکو د ځینو کورنیو کړیو په مرسته او همکارۍ هڅې پيل کړې چې روانې جګړې ته مذهبي اړخ ورکړي دا  ځکه چې افغاني ټولنه په شدت مذهبي ده او دا د جګړې لپاره د سرباز نیونې  تر ټولو غوره لار وه. 
 
سولې ته د ملي یووالي حکومت په ستراتیژۍ کې همدې حساسایتونو ته لومړیتوب ورکړل شو او هڅې پیل شوې چې په افغانستان کې د روانې جګړې  د پای ته رسېدو لپاره د اسلامي نړۍ پام او توجه جلب او د جګړې پرضد  اجماع رامنځ ته کړي. له نېکه مرغه په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وشو او  له ځان سره د سولې پیغام لېږدوي. 
 
په دې لړ کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان په تړاو، د اسلامي همکاریو سازمان ناسته چې په سعودي عربستان کې ترسره شوه، د روانې جګړې پرضد پرېکړه لیک صادر کړ او له طالبانو يي‌ په کلکه وغوښتل چې په افغانستان کې روانه ورور وژنه بنده کړي. سربېره پر دې د سعودي عربستان پادشاه، د سولې د ملي یووالي حکومت له موقف څخه ملاتړ اعلان کړ. د مکې او مدینې منورې ملا امامانو هم په افغانستان کې روانه جګړه وروروژنه وبلله او  د دغې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه يي‌وکړه. 
 
له دې ورهاخوا په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا سلګونو دیني عالمانو هم په افغانستان کې روانه ناروا وبلله او له دې دواړو غاړو يي‌ وغوښتل چې نور په دې هېواد کې د مسلمانانو له وینې تویدنې مخنیوی وکړي. 
 
په همدې لړ کې د امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د عربي متحده اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته سفر وکړ  او هلته يي په یوه څلور اړخیزه ناسته کې د امریکا، عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت شورا له سلاکارانو سره خبرې اترې وکړې. په حقیقت کې د ابوظبۍ ناسته د افغانستان د سولي له بهیره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د ملاتړ لپاره مهم ګام و. د افغان سولې لپاره په داسې حال کې د اسلامي نړۍ اجماع رامنځ ته شوه چې همهاله په کوردننه د دیني عالمانو اجماع هم رامنځ ته شوې. په کوردننه د لومړي ځل لپاره د شاوخوا درې زره دیني علمانو فتوا وه چې د یوه پریکړه په خپرولو سره يي د روانې جګړې مشروعت سلب کړ. 
 
دا لومړي ځل دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره په دې کچه د اسلامي نړۍ د نظر اتفاق رامنځ ته کیږي او سولې ته د رسېدو په خاطر د ملي یووالي حکومت له لیدلوري ملاتړ او حمایت کوي.
 
د سولې لپاره د ملي یووالي حکومت د ستراتیژۍ یو بل اړخ د ترهګرۍ پر ملاتړو هېوادونو د  فشار راوړل او زیاتول دي، ځکه چې د ترهګرۍ اصلي منبع او سرچینه د هغوی ملاتړ کوونکي او تمویلوونکي دي. د سعودي عربستان او متحده امارتو په ګډون د اسلامي نړۍ هېوادونه، پرته له شکه پر پاکستان پراخ نفوذ لري او دا کولای شي له خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې سره پر پاکستان  فشار راوړي چې د ترهګرۍ له پاللو لاس واخلي.
 
پایله !
په دې وروستیو کلونو کې پر پاکستان نړیوال او سیمه ییز فشارونه تر بل هر وخت ډېر شوي او په پاکستان کې د ترهګرۍ روزنځایونه نور د زغم نه دي. په افغانستان کې اوس د سولې لپاره مناسب بستر رامنځ ته شوی او ښايي‌ دا هڅې په راتلونکې کې د سولې کاروان تر مزل ورسوي. په اختر کې د جمهور رییس غني لخوا د اوربند نوښت دې ته زمینه برابره کړه چې پر سوله د طالبانو باور لا پسې زیات شي او نړیوالو ته قناعت ورکړل شي چې حکومت د سولې مذاکراتو ښه مدیریت کولای شي.
 
د سولې لپاره د ملي یووالي حکومت دا ټولې هڅې که څه هم د پام وړ دی خو دا اندېښنې هم باید په پام کې ونیول شي چې  رامنځ ته شوي فرصتونه ښه مدیریت شي او په سالمه توګه ترې ګټه پورته کړای شي او د هغو کړیو پر وړاندې هم پوره تدابیر ونیول شي چې په افغانستان کې يي د جګړې په دوام کې ګټې نغښتې دي.