د بیان پر آزادۍ برید توجیه نلري

رسنۍ په یوه ولسواکه ټولنه کې تر ټولو مهم اصل دی چې د خلکو او نظام تر منځ د یوه پیاوړي ارتباطي پل په توګه غښتلی او رغنده رول لوبوي، د خلکو ستونزې تر حکومت رسوي او حکومتونه اړ باسي چې د خلکو حقه غوښتونو ته مثبت ځواب ووایي او خپلې خدماتې خپرونې د خلکو له غوښتنې سره سمې برابرې کړي. په تېرو شاوخوا اولسو کلونو کې رسنۍ او مطبوعاتو په افغانستان کې د تمي خلاف آن د سیمې له هېوادونو هم په لوړه سطحه کې ودرېدل او په دې برخه کې د پخواني ولسمشر او اوسني حکومت تر ټولو لویه لاسته راوړنه د رسنیو ودې ته د زمینې برابرول و، چې په دې برخه کې د بیان آزادي د پام وړ پرمختګ وکړ. په افغانستان کې د سلګونو چاپي غږیزو او انځوریزو رسنیو ډېرښت د دې ښکارندويي کوي چې افغان حکومت له رسنیو او د بیان له آزادۍ څخه کلک ملاتړ کوي، خو په بل اړخ کې د دولت وسله وال مخالفین د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او هغوی ته د مرګ ژوبلې اړولو، په پېښو کې ګرم پيژندل شوي.

خو پوښتنه رامنځ ته کیږي چې ولې رسنۍ په نښه کیږي؟
په افغانستان کې ترهګریزې ډلې هر کال د هوا په تودېدو سره د جګړې د یوه نوي فصل علان کوي او ورسره په خپلو جګړییزو تاکتیکونو کې هم بدلون راولي. په سږنۍ جګړه کې وسله والو ډلو له یوې نوي خپرونې سره د خبریالانو ترورو او بریدونو ته زور ورکړی.

که څه هم په افغانستان کې پر رسنیو او خبریالانو د وسله والو ډلو بریدونه څه نه وې خبره نه ده خو په روان کال دا بریدونه د پام وړ ډېر شوي. یوازې په تېرو څو ورځو کې په کندهار کې د کابل نیوز په خوست کې د بي بی سي او په کابل کې د لسګونو رسنیو پر استازو خونړۍ ځانمرګۍ برید وشو. ښآيي دا وروستۍ پېښه هم نه وي چې د بیان آزادۍ پر استازو ترسره کیږي.

لکه څنګه چې مې پورته هم اشاره وکړه چې په افغانستان کې د ولسواکۍ له راتګ سره د رسنیو او مطبوعاتو وده نړیوالو ته د حکومت تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده، نو په همدې دلیل وسله والې ډلې په ښکاره د دغه راز بریدونو مسوولیت نه مني او غواړي چې په دې کار سره د حکومت او رسنیو ترمنځ د بې باورۍ او تقابل فضا رامنځ ته کړي چې دا عمل د یوې تاندې دمکراسۍ لپاره چې افغانانو د سر په بیه تر دې ځایه را رسولې، د ناورین له ګواښ سره مخامخ کړي. په افغانستان کې د وسله والو ډلو، هڅه کوي چې د افغان حکومت او رسنیو ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړي او په دې ډول په افغانستان کې د رسنۍ او حکومت ترمنځ تقابل ته رمینه برابره کړي چې په دې کار سره به نړیوالو ته هم د افغان حکومت دغه لاسته راوړنه تر پوښتنې لاندې راولي. ترهګر ښايي په دې برید او دې ته ورته بریدونو سره وغواړي چې رسنۍ تر فشار لاندې راولي او په ولایتونو کې او مرکز کې د دوی پر ځیني عمالو چې له خلکو څخه يي پټول غواړي پرده واچوي.

رسنیو او حکومت ته څه په کار دي؟
په افغانستان کې څه د پاسه یوې نیمې لسییزې جګړې له ټولو اړخونو قربانې اخیستې، د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي وګړي ټول په یو ډول زیانمن شوي او ترننه دا قرباني لري. خریالان هم په دې قربانیو کې شامل دي. خو رسنۍ د یوه ولسواک نظام نه بېلېدونکې برخه ده چې هر یو د ټولنې او ولس پر وړاندې بېلې او درندې دندې او مسوولیتونه لري. حکومت دې، خبریالانو ته د تازه ګواښونو ته په پام سره د رسنییزو بنسټونو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره پر نویو امنیتی تدابیر کار وکړي، او خبریالانو ته په کار ده چې د دښمن له دغه ډېر ماهرانه تاتکیک سره چې غواړي د حکومت او ولس ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځ ته کړي، مسوولانه چلند وکړي.