
خو که هرڅه وه، زما خوښه وه، د زړه ورباندې مین وم، که څه هم خوله یې بې رقمه غټه وه، ډېرو ملګرو به مې پېغور راکولو، ماته ښکلې ښکارېده، باور وکړئ هرې ادا به یې ښه را باندې لګېده، دا مې درېیم کال و چې زړه مې ورسره تړلی و، په دې دریو کلونو کې مې له خلکو ډېرې خبرې واورېدې، بېخي زما نوم د دوی دې ژبې په سر و، ما لا د سیالې سره خبره هم نه وه کړې کله به چې ورسره مخامخ شوم زړه به مې دربېدو، پښو به مې لړزه کوله، نېږدې ملګري اتل خو ان دا راته ویل:
والکه ته دې په کرکټر کې بدلون راوله
زه شوخ وم، خو سیالې بیا ډېر دروند کرکټر درلود، زه یې هم دغه اداګانو وژلی وم، کله ـ کله به یې چې سترګې را سره وجنګولې، وړو سترګو یې بېخي خوړلم، نه یوازې اتل به تعنه راکوله؛ بلکې زیاتره ټولګیوالو نجونو به هم راته ویل:
ته اوس تاته ګوره او دې ته
خو ماته له ځانه دا ښه ښکارېده، نه پوهېږم چې دا به ولې دومره راته ګرانه وه!؟
د سیالې له مخ څخه مې ټکری لرې کړې، خوله مې یې راونیوله ټوټې ټوټې مې کړه، دې مخې دوه غټ غاښونه مې یې مات کړل، د اننګو سرونه یې هم لږ کاږه واږه و، وروځې مې یې نرۍ ور جوړې کړې، بېرته مې یې د غاښونو په ترمیم پیل وکړ، غاښونه یې سم شول، خولې یې تقریباً لږ وړه شوه، اوس ډېره ښه ښکارېده ورته کړل مې:
ته یو ځل وخانده
وه یې خندل بېخي ښه ښکارېده، زړه مې و چې ښکل یې کړم؛ خو ضمیر مې دا اجازه نه راکوله؛ ځکه دا نامعلومه وه چې زما نصیب به کېدله کنه؟ بس دا ارمان مې هم همداسې راتلوونکي ته سپارلی و. اتل راغلو، په ورمېږه کې یې څپېړه راکړه هر څه یې را ګډوډ کړل ورته وه مې کتل، ده راته وویل:
پورته شه څه چورتونه دې نالۍ کړي
له ټولګي ووتم؛ خو زړه مې په ټولګي کې پاتې شو، څه مې کړي وای، نصیب به مې همدا شی و چې په درېیم کال مې هم ورسره لږ د زړه خواله ونشوای کړی
مازدیګر و، لمر د څادر پيکي د ناجو دې لوړو ونو په څوکو غوړولې وې، له جیب څخه مې سګریټ را ویستل د لایټر ټک شو، د سګریټ له پلتر څخه مې شونډې پورته کړې، حلقه ـ حلقه دودونه مې له خولې ویستل، په هوا کې دود تاوېدو ـ تاوېدو یودم د سیالې ارواح په کې راغله رانېږدې شوه هډونه مې زیږه شول رانېږدې کېده ـ رانېږدې کېده چې پزه یې زما له پزه سره جنګوله اتل غږ راوکړ:
والکه راځه ساعت شروع کېږي
شاوخوا مې وکتل په چا مې سترګې ونه لګېدې، سوړ اسوېله مې ویست، له ګوتو څخه مې سګریټ خطا کړ، د پتلانه په پایڅو مې ناست ګرد دې ښي لاس په ګوتو ټکوهلو، ور روان شوم، استاد درس پیل کړی و، ځینې مهمې نقطې یې په تخته لیکلې وې، زما تخته جدا وه د دوی جدا، ما به ډېری وخت سیالې ته کتل، د هغې په سترګو کې مې نالوستلې کیسې لوستلې، هېڅ به پرې پوه نشوم ساعت به خلاص شو، اتل غوږ کې راته کړل:
ورک شه په دا غټ سر سړی شه
غلی شوم، ده بیا ورو زیاته کړه:
په هغې څوک میینېږي؟
زر مې ورغبرګه کړه:
ولې څه ورباندې شوي
لنډ ځواب یې راکړه:
په مخ پشخورده ده
هېڅ مې ورته ونه ویل اتاق ته راغلم، کمپیوټر مې واز کړ، راساً هغه فولډرمې خلاص کړ، کوم چې د سیالې تصویر مې په کې ساتلی و، په عکس مې کلیک وکړ، په ډسټاپ باندې ددې تصویر را واوښت زون مې کړ چې ریښتیا هم دده په مخ پشخورده وه، په دریو کلونو کې مې سره له دې چې دې ورځې څو ځله ددې تصویر ته کتلو لا هم مې دا داغ ددې په مخ کې نه و لیدلی په چوکۍ کې مې ځان را ړنګ کړ د اتل خبرې را یاد شوې:
ته ددې غاښ ګوره په مخ پشخورده هم لري په هغې هم څوک میینېږي؟
پای