د مهترلام بابا ادبي ټولنې پنځلسمه اوونيزه غونډه وکړه

 
پېښور: د مهتر لام بابا ادبي ټولنې د تحسين الله تحسين په مشرۍ پنځلسمه اونيزه غونډه وکړه، خان محمدمجنون او عبدالغني مجروح مشران مېلمانه وو، عبدالوهاب څاروان د وياندوى چارې تر سره کړې، عبدالرؤف عالم خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کړ، د تېرې غونډې ګذارش نظير الحق قريشي ولوست او تلاوت ګل آغا شهباز وکړ او وروسته ازاده مشاعره وشوه او پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډه به د روژې د مبارکې مياشتې د فضيلت په اړه د لراو بر ديني عالمان خبرې وکړي، غونډه کې نږدې دېرشو ليکوالو برخه اخستې وه.