بوست لوبډلې د غازي امان الله خان د لیسټ A سیالیو پای لوبه له سپین غر لوبډلې په ۵ ویکټو وګټله.
د غازي امان الله خان کرکټ جام پای لوبه چې د بوست او سپین غر لوبډلو تر منځ وشوه، پچه یې پرون سهار بوست لوبډلې وکټله او سپین غر ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.
سپین غر لوبډله چې تر اوسه یې ټولې لوبې ګټلې وې او یو شمیر توپ وهونکو یې په تیرو لوبو کې سلیزې جوړې کړې وې، چې ایله يې یو لوبغاړی عظمت الله عمرزی په دې وتوانید، چې خپله نیمه سلیزه بشپړه کړي.
هغه په ۴۵ توپونو ۶۶ منډې وکړې چې په پایله کې د کریم صادق په لاسونو د سید شیرزاد توپ کیچ اوټ شو، ورپسې بل توپ وهونکی چې د نورو په پرتله ښه وځلید هغه فرید احمد و چې په ۳۰ توپونو یې ۴۱ منډې وکړې نوموړی ناسوځیدلی له ډګره ووت د فرید احمد د منډو ارزښت دا و چې هم یې له عظمت الله عمرزي سره ملګرتیا وکړه او هم یې د سپین غر د منډو ګراف پورته کړ.
د سپین غر نورو لوبغاړو دومره منډې ونه کړې خو په پرتلیز ډول نږدې ټولو د منډو په ډیرولو کې ونډه واخیسته.
سمیع الله شینواری چې په تېره لوبه کې یې ناسوځیدلې او ریکارډ ۱۹۲ منډې کړې وې، په پرونۍ لوبه کې په ۴۲ توپونو ایله ۳۶ منډې ترسره کړې وې چې د منیر احمد په لاسونو د ناصرخان د توپ ښکار شو. د سپین غر پرانېستونکی توپ وهونکی محمد شهزاد چې هغه هم په دې سیالیو کې سلیزې وهلې وې، ډیر په بخت بیدار نه و، په ۳۴ توپونو ۳۵ منډې کړې وې چې د نجیب ځدراڼ په لاسونو د سید شیرزاد په توپ وسوځید او پویلین ته ستون شو.
همدا راز طارق ستانکزی ۳۲، نجیب ترکي ۲۲، صابر نوري او اکرام علی خیل ۱۹- ۱۹، طاهر خان ۲۷ او افتاب عالم درې منډې وکړې. په ټوله کې سپین غر د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۰ منډې وکړې او بوست لوبډلې ته یې ۳۲۱ منډې هدف وټاکه.
د بوست له توپ اچوونکو سید شیرزاد په ۱۰ اورونو کې ۷۲ منډې ورکړې او ۳ لوبغاړي یې بیرته پویلین ته ستانه کړل، عبدالباقي ۱۰ اورونه وکړل ۳۳ منډې یې ورکړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول، روښان بارکزی او ناصرخان هم بې برخې پاتې نه شول او یوه، یوه ویکټه یې واخیسته. یمین احمدزي او کریم صادق هم ۱۰- ۱۰ اورونه وکړل تر ټولو ډیرې ۸۵- ۸۵ منډې یې ورکړې خو د یوه په برخه هم کومه ویکټه ونه رسیده.
بوست لوبډلې په ۴۸،۳ اورونو کې ۳۲۵ منډې وکړې او د غازي امان الله خان لیسټ A سیالیو ارزښتمن جام یې وګټه.
د سپین غر لوبډلې روزونکي رییس احمدزي له مخکې ویلي وو که نجیب ځدراڼ ولاړ وي لوبه به پای ته ورسیږي او که هغه وسوځید نو هم به لوبه پای بیامومي، له دې خبرې یې موخه دا وه که نجیب ځدراڼ ونه سوځید لوبه به د بوست په اتلولۍ پای ته ورسیږي او که ویکټه یې پریوته نو بیا د سپین غر ګټه باوري ده، خو نجیب ځدراڼ تر ډیره په ویکټه پاتې شو په ۶۷ توپونو یې ۷۳ منډې وکړې او خپله لوبډله یې د بري په درشل ودروله.
منیر احمد تر نجیب ځدراڼه هم ښه لوبه وکړه، له نجیب ځدراڼ سره یې اوږده ملګرتیا وکړه خپله سلیزه یې پوره کړه او ناسوځیدلی له ډګره ستون شو نوموړي ۱۰۸ منډې وکړې. د بوست پیلونکو لوبغاړو هم په پرتلیز ډول ښه پیل کړی و یوه پیلونکي ( اوپنر) کریم صادق نیمه سلیزه جوړه کړه او په ۵۸ توپونو یې ۵۹ منډې د خپل نامه تر څنګ ولیکلې بل پیلونکي توپ وهونکي رحیم منګل په ۳۱ توپونو ۳۵ منډې کړې وې چې رن اوټ شو. همدا راز ناصر خان ۲۱ او او ناصر جمال ۱۱ منډې تر سره کړې، وحیدالله شفق په دریو منډو ناسوځیدلی پاتې شو.
د سپین غر له توپ اچوونکو افتاب عالم په ۹ اورونو کې ۶۹ منډې ورکړې او د نجیب ځدراڼ ویکټه یې تر لاسه کړه، طاهرخان په ۱۰ اورونو کې ۶۰، ظاهر شیرزاد په ۸ اورونو کې ۵۶ ، او طارق ستانکزی په ۸ اورونو کې ۴۴ منډې ورکړې او دریواړو یوه، یوه ویکټه تر لاسه کړه، عظمت الله عمرزي او سمیع الله شینواري هم توپ اچونه وکړه خو کومه ویکټه یې په برخه نه شوه.
د بوست توپ وهونکی منیر احمد چې په ۱۰۸ منډو ناسوځیدلی او بریمن له میدانه ووت د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ریاض حسن د لوبو غوره ځوان استعداد وپیژندل شو، غوره توپ اچونکی نجات مسعود ونومول شو، سمیع الله شینواری چې په ټولیز ډول یې ۳۹۸ منډې کړې وې د سیالیو غوره توپ وهونکی وټاکل شو، د سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی بیا شرف الدین اشرف راغی هغه په دغو سیالیو کې ۱۲ ویکټې واخستې او ۱۴۱ منډې یې وکړې.
د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رییس شکرالله عاطف مشعل د پای مراسمو ته وویل چې د کورنیو لیګونو د عوایدو ۵ سلنه ګټه به (اسرا یتیم خانې) ته ورکوي.
نوموړي له نندارچیانو مننه وکړه، چې په یوه توده ورځ په ګڼ شمیر لوبغالي ته راغلل او خپل لوبغاړي یې وهڅول. مشعل د امنیت ساتنې په برخه کې د ۸ حوزې د پولیسو مشر ته هم جام ورکړ.
د پای په مراسمو کې لوبڅارانو او هغو نورو کسانو ته هم جامونه او ډالۍ ورکړل شوې، چې ددغو سیالیو د ترسراوي په برخه کې یې هڅې یې کړې وې.
وروستي