دغه څلور خواړه مو جنسي ستونزې او کمزورتياوې حل کوي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
ډېر ځوانان له واده وروسته له جنسي کمزورتيا زوريږي. ځيني له دوی څخه فزيکي څرګندې ستونزې لري او ځيني بيا يوازې د ويرې، روحي فشار او پر ځان د بې باورۍ له امله وي. د جنسي اړيکو ستونزې کورنۍ ژوند تريخوي او نورې کورنۍ ستونزې رامنځ ته کوي.
په دې لېکنه کې څلور هغه خواړه درته په ګوته کوو، چې په اسانۍ مو له جنسي زورونې او کمزورتيا څخه خلاصوي.
۱- غوښه: د غوا، ميږې، اوزې او چرګې غوښې په خپل جوړښت کې Carnitine او L-arginine لري. Carnitine او L-arginine امينو اسېدونه دي، کوم چې د وينې جریان چټک کوي. دا چې امينو اسېدونه د وينې جريان چټک او مداوم ساتي، نو دغه عمليه د جنسي اړيکو لپاره حياتي ارزښت لري.
Carnitine او L-arginine په ځانګړي ډول مرسته کوي، چې د نارينو د تناسلي آلې د نه پورته کېدو ستونزه حل کړي.
۲- وچه ميوه لکه مغز او تخمونه: چار مغز، بادام، د نورو ميو زړي، پسته، کاجو او پلي پروټين او نور ګټور مواد لري، چې د سپرم د مقدار په ډېروالي کې مرسته کوي. دغه وچې ميوې په طعبيي ډول سره د سپرم مقدار زياتوي، جنسي تحريک رامنځ ته کوي او همدا ډول د ژر انزال مخه نيسي.
۳- مڼه: يو متل چې وايي، په ورځ کې د يوې مڼې خوړل تاسو ډاکټر ته له تګ څخه ساتي. يانې مڼه وجود له هر ډول ناروغيو څخه داسې ساتي چې اړتيا به پيدا نه شي چې يو کس ډاکټر ته رجوع وکړي. له مڼې پرته پياز، الوبالو او تور رنګه غټ انګور د quercetin په نوم له يوې مادې څخه غني دي. quercetin د نارينه په خيصو کې د کنټرول کوونکې مادې رول لوبوي او دلته د سپرم د جوړښت عمليه کې مرسته کوي.
پورته يادې ميوې کولی شي، چې د جنسي انزال په وخت کې د تناسلي آلې د درد او سوځېدو مخه هم ونېسي.
۴ هوږه: هوږه کولی شي، چې د وينې غوړ او شحم له منځه يوسي او دغه چاره بيا په خپل نوبت سره کولی شي، چې د وينې دوران تيز کړي. لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، چې سپرم او مني د وينې په هګيیو کې د څو ځلي دورانونو څخه وروسته جوړيږي، نو هر څومره چې د وينې دوران تيز او پاک وي، نو په همدومره اندازه د سپرم او مني مقدار لوړ وي.
ډاکټران سپارښتنه کوي، چې ښځه او خاوند دواړه بايد د ماښام پر مهال هوږه وخوري، که چېرې د جنسي کمزورتیاوې څخه زوريږي. که چېرې ښځه او خاوند دواړه هوږه وخوري، نو هغه بوی چې هوږه يې ورکوي، يو له دوی څخه به يې هم حس نه کړي او کومه نفرتي ستونزه نه رامنځ ته کوي.
وروستي