
روهي (جمعه/۵ د زمري)، په پاکستان کې تېره اونۍ پارلماني ټاکنې تر سره شوې، چې لومړنۍ ناتائيد شوې پايلې يې داسې ښيي، چې ګواکي عمران خان بريا ته رسېدلی او د پاکستان د لومړي وزير په توګه به وټاکل شي.
د نوموړوي د بريا په اړه د هغې لومړنۍ ميرمن (جمایما ګولډسمت) خوښي ښوودلې ده، د پاکستان ولس ته يې تبريکي ورکړې ده.
د امريکا غږ اشنا وېب پاڼې د خبر له مخې نوموړې په خپل ټوېټر ليکي، "٢٢ کلونه وروسته، د ځورونو، مشکلاتو او قربانیو نه وروسته، زما د زامنو پلار د پاکستان راتلونکی صدراعظم دی....."
جمایما ګولډسمت اصلاً بریتانوۍ ده او د ګډ ژوند ثمره يې دوه زامن دي.
بيا له بلې خوا، د عمران خان دويمې طلاق شوې ميرمنې ریحام خان منفي غبرګون ښوودلی او د نوموړي د بريا په اړه ښېښنده شوې ده.
ریحام خان وايي، چې عمران خان د پاکستان له پوځ سره نېږدې اړيکې لري، احساسات يې ترهګريز دي او دغه ټاکنې په پاکستان کې ترټولو غېرې رڼې ټاکنې وې.