عمران خان (عمران احمد خان نیازی) وپېژنئ

عمران خان (عمران احمد خان نیازی) وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد يال د روهي وېب پاڼې څښتن
 
زوکړه او کورنی ژوند:
عمران احمد خان نیازی چې اوس ۶۵ کالونه عمر لري په ۱۹۵۲ ز کال کې د پاکستان په لاهور کې زېږدلی دی. د عمران خان پلار اکرام خان نيازی او سيول انجنير وو او د مور نوم يې شوکت خانم وو. نوموړی د پلار او مور يوازينی زوی دی چې څلور خويندې لري. عمران خان په ۱۹۹۵ ز کال کې له (جميما) سره واده وکړ او په ۲۰۰۴ ز کال کې يې طلاق ورکړ. دويم واده يې په ۲۰۱۴ کې له (ریام خان) سره وکړ او يو کال وروسته يې طلاق ورکړ. د درېيم ځل لپاره يې له (بوشرا مینیکا) سره واده وکړ او اوس درې اولادونه لري. عمران خان په خټه پښتون دی او قوم يې نيازی دی.

زده کړې:
عمران خان خپلې زده کړې لومړی په (Aitchison) کالج کې په لاهور کې تر سره کړې. ورپسې انګلستان ته لاړ او په (the Royal Grammar School Worcester) کې نورې زده کړې وکړې. نوموړي وروسته په فلسفه، سياست او اقتصاد کې خپلې زده کړې بشپړې کړې.

کرېکټ:
عمران خان د ۱۶ کلنۍ په عمر کې کرېکټ پيل کړ. ۱۹۷۰ کالونه وو، چې نوموړي د لاهور په کچه د کرېکټ په لوبډله کې لوبې کولې. له ۱۹۷۳ څخه تر ۱۹۷۵ کال پوري د انګلستان په اکسفورډ کې د بلوز کرېکټ غړی وو.

عمران خان وروسته د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې ته لار پيدا کړه او د نړۍ له مختلفو هېوادونو سره يې د پاکستان په ګټه لوبې تر سره کړې. نوموړی د کرېکټ په ډګر کې يو بريالی لوبغاړی وو، چې په همدې اساس يې د نړۍ په کچه شهرت پيدا کړ.

د ویکیپېډیا، وړیا پوهنغونډ د مالومات په اساس د عمران خان د کرېکټ ډګر احصايه داسې حساب شوې ده:
Competition Test ODI FC LA
Matches 88 175 382 425
Runs scored 3807 3709 17771 10100
Batting average 37.69 33.41 36.79 33.22
100s/50s 6/18 1/19 30/93 5/66
Top score 136 102* 170 114
Balls bowled 19458 7461 65224 19122
Wickets 362 182 1287 507
Bowling average 22.81 26.61 22.32 22.31
5 wickets in innings 23 1 70 6
10 wickets in match 6 0 13 0
Best bowling 8/58 6/14 8/34 6/14
Catches/stumpings 28/0 36/0 117/0 84/0

سياست:
عمران خان په ۱۹۹۶ ز کال کې د کرېکټ نړۍ پر ځای يو بل برخليک ټاکونکي ډګر يانې سياست ته را دننه شو. نوموړي په ۱۹۹۶ ز کال خپل سياسي ګوند د پاکستان انصاف تحريک PTI په نوم جوړ کړ. نوموړی په ۱۹۹۷ ز کال کې د پاکستان پارلماني ټاکنو ته نوماند شو، خو وې نشول کولی، چې ټاکنې وګټي او ماته يې وخوړله. بيا له ۲۰۱۳ ز کال څخه تر ۲۰۱۸ پوري د پاکستان د ملي اسمبلۍ غړی وو.

په ۱۱۹۹ ز کال کې پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف په پاکستان کې پوځي کودتا وکړه. عمران خان له دغه کودتا څخه ملاتړ وکړ او د ملاتړ دليل وړاندې کړ، چې د مافيا او فساد مخه به په هېواد کې ونېول شي. په هغه وخت کې عمران خان ويلي وو، چې په ۲۰۰۲ ز کال جنرال پروېز مشرف له خوا ورته د لومړي وزير په توګه وړانديز وکړ، خو نوموړي دغه وړانديز رد کړ.

په ۲۰۰۷ ز کال کې عمران خان د لاريون پر مهال ونېول شو او د څو ورځو لپاره په دېره اسماعيل خان زندان کې بندي وو، چې له څو ورځو جېل وروسته ازاد کړی شو. له ۲۰۰۷ ز کال را وروسته عمران خان پر ځان ډېر پاکستانيان راټول کړ او په دې سره يې وکولی شول، چې خپل سياسي ګوند (تحريک انصاف) د پاکستان په لومړيو ګوندونو کې راولي.

ليدلوري:
عمران خان په پاکستان کې د پوځ ملاتړ له ځان سره لري او د سياسي شنونکو په اند د نوموړي سياسي ليدلوری د پاکستان د پوځ او استخباراتو سره په سمون کې روان دی. نوموړی د امريکا د يو شمېر پالېسيو سره په تضاد کې دی او هڅه کوي، چې د امريکا څخه ډېر څه تر لاسه او کم څه ورکړي. نوموړی په افغانستان کې د امريکا او نورو بهرنيو ځواکونو له شتون سره مخالف ښيي او غوښتنه يې دا ده، چې امريکا بايد له افغانستان څخه بهر شي.

د نوموړي سياست دا ښکاره کوي، چې په افغانستان کې د حامد کرزي له واکمنۍ څخه نيولي بيا تر اوسني حکومت پوري، عمران خان ښې اړيکې نه لري او يا په لويه کې د افغانستان موضوع د يو ګاونډ هېواد په ډول ورته د لېوالتيا وړ نه ده.

عمران خان د پاکستان په وروستيو ټاکنو کې برخه واخېستله او لومړنۍ ناتائيد شوې پايلې په ګوته کوي، چې نوموړي د مسلم ليګ ن او د پاکستان د خلکو ګوندونو پر وړاندې ډېر رايې اخېستې دي او شونتيا چې د پاکستان راتلونکی واک به په لاس کې واخلي.