غزل

 عندليب تالاش دير
چې صنم راباندې ګران دے
هر يو غم راباندې ګران دے

ستا ستم ته ځکه خاندم
خپل قسم راباندې ګران دے

جهان ځکه ودان غواړم
ستاسو چم راباندې ګران دے

يو ساعت مې نه هيريږی
خدايګو سم راباندې ګران دے

د زګې پښتنې خاورې
هر موسم راباندې ګران دے
 
سور ريدے چې ورسره وی
زيړ شړشم راباندې ګران دے

هم شمشاد مې د زړه سر دے
هم ايلم راباندې ګران دے

نن ي ايسته په جار اووې
دا کړم راباندې ګران دے
ستا د قهر د زغم نه يم
ستا کرم راباندې ګران دے

عندليب په دې باچا يم

چې قلم راباندې ګران دے