هغه چې د مينې کر له راشی
په سر سترګو دې زما دوتر له راشی
شر مې بدی شی خو څه وکړم عالمه
چې سړے راپسې کور ته شر له راشی
په خمار کې د سکون خواږه پيدا شی
له نظره چې نشه نظر له راشی
خپل مين په کاڼو مه وله جانانه
د چنې نه به دې چرته ور له راشی
د خپل فکر لنډ الوت ته فکر يوړم
که هر څو په بره ځی دلبر له راشی
د ورڼی نه تر کفنه پورې زغل دے
خوار انسان دغه لنډی سفر له راشی
يا نغمه شی عندليبه يا شعرونه
د زړه درد چې دې د ګوتو سر له راشی
فضل حکيم عندليب دير
--
وروستي