سپین غر لوبډلې امو ته په ۵ ويکټو ماتې ورکړه

روهي (پنځه نۍ/۴مه د زمري)، د غازي امان الله خان جام د لیسټ A لوبو ددوهم پړاو په پرونۍ لوبه کې سپین غر لوبډلې امو لوبډلې ته په ۵ ویکټو ماتې ورکړه.
 
د لوبې پچه سپین غر لوبډلې وګټله خو امو لوبډلې ته یې لومړی د توپ وهنې بلنه ورکړه.
 
امو په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۳۴۶ منډې وکړې او خپل ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
 
د توپ وهنې په برخه کې نثار وحدت تر ټولو ښه وځلېد او په ۱۰۳ توپونو یې ۱۰۱ منډې وکړې او په پای کې د فرید احمد په لاسونو د وفادار مومند په توپ وسوځېد.
 
په نثار وحدت پسې میرویس اشرف ۵۴ توپونو ۷۹ چټکې منډې وکړې، هغه د محمد اسحق په لاسونو د ظاهر شهزاد په توپ خپله ویکټه له لاسه ورکړه، خو بیا هم دغو دوو توپ وهونکو هغه تشه ډکه کړه چې پرانيستونکو توپ وهونکو (اوپنرانو) رامنځ ته کړې وه.
 
د امو (اوپنران) تر ډېره په ویکټ نه و پاتې شوي، چې فضل ځاځي ایله ۸ او شرف الدین اشرف ۱۶ منډې کړې وې.
 
په پرتله يیز ډول په نورو ځلېدلو توپ وهونکو کې جاوید احمدي ۳۸ ریاض حسن ۳۴ او درویش رسولي ۳۱ منډې ترسره کړې.
 
د سپین غر چټک توپ اچوونکي وفادار مومند په ۱۰ اورونو کې ۸۹ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې بیرته پویلین ته ستانه کړل.
 
ظاهر شهزاد هم ۱۰ اورونه وکړل ۵۱ منډې یې وکړې او دوې ویکټې یې وغورځولې، ضمیر خان او سمیع الله شینواری هم بې برخې پاتې نه شول او یوه یوه ویکټه یې واخيسته، تر ټولو ډېري یعنې په ۱۰ اورونو کې ۹۱ منډې فرید احمد ورکړې، خو بخت ورسره یاري ونه کړه او هیڅ یو لوبغاړی یې ونه سوځاوه.
 
د سپین غر د توپ وهنې په پاڼۍ کې لویه خبره د سمیع الله شینواري شانداره یوه نیمه سلیزه وه هغه په ۱۲۳ توپونو ۱۹۲ منډې وکړې، لوبه یې وګټله او ناسوځېدلی له میدانه ووت.
 
په ټوله کې د سپین غر ۵ ویکټې پریوتې وې، چې هدف یې پوره کړ، نقیب ننګرهاري هم له شینواري سره ښه ملګرتیا وکړه، خو له۴۲ منډو تر جوړولو وروسته رن اوټ شو.
 
بیا محمد اسحق راووت او د ګټې تر شېبې یې له سمیع الله شینواري سره ملګرتیا وکړه او د ګټې له ډګره ناسوځېدلی ووت، نوموړي په ۳۶ توپونو هم ۳۶ منډې وکړې.
 
په پرونۍ لوبه کې تمیم سرخرودي او زاهدالله هم ۲۲-۲۲ منډې وکړې.
 
د بند امو له توپ اچوونکو میرویس اشرف ۶ اورونه وکړل ۵۵ منډې یې ورکړې، شرف الدین اشرف او سمیع الله هم یوه یوه ویکټه واخيسته.
 
د سپین غر لوبډلې لوبغاړی سمیع الله شینواری، چې۱۹۲ ارزښتناکهمنډې یې وکړې، هدف یې پوره کړ او لوبه یې وګټله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
 
د غازي امان الله د لیسټ A سیالیو پایلوبهد سبا جمعه د بست او سپین غر لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي، چې په الکوزي کابل نړیوال لوبغالي کې ترسره کیږي.
 
دا لوبه به په ژوندۍ بڼه له لمر ټلوېزيون څخه هم خپریږي.