شهباز شریف د پاکستان د ټاکنو پايلې نه مني

روهي (پنځه نۍ/۴ د زمري)، په ټول پاکستان کې تېره ورځ د پارلماني ټاکنې ترسره شوې، چې په يو شمېر سيمو کې د ناامنۍ او په ټاکنو کې د درغليو راپورونه هم خپاره شول.

د پخواني لومړي وزير نواز شريف ورور او د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شهباز شريف په لاهور کې له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې ټاکنې له درغليو ډکې وې او دوی ته يې پايلې د منلو وړ نه دي.

شهباز شريف وايي، چې د دوی د ګوند د نوماندانو پايلې نه دي اعلان شوي، درغلۍ کيږي او اړ يو چې د ټاکنو لومړۍ پايلې رد کړو.

په ورته وخت کې د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري په ټوېټر ليکي، چې په ډېری مرکزونو کې د دوی استازي او نوماندان د ټاکنو له مرکزونو څخه اېستل شوي دي او هلته د شتون اجازه نه ده ورکړل شوې.

بلاول بوټو زرداري وايي، چې دوی دغه ډول کړنې د بښنې وړ نه دي او پارونکي عملونه دي.

په پوځ تور پوري کيږي، چې د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند ملاتړ کوي او په همدې اساس د پاکستان پوځ په ټاکنو کې د درغليو لپاره زمېنه برابره کړې وه.