د ایرلنډ په وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان شوه

روهي (څلور نۍ/۳مه د زمري)، د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلنډ په وړاندې د دریو نړیوالو شل اوریزو او دریو نړیوالو یو ورځنیو سيالو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اعلان کړه.
 
د ملي لوبډلې دغه نوملړ نن د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري اعلان شو.
 
د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل د دوه مختلفو فارمټونو لپاره د ملي لوبډلې اعلان سره د لوبډلې ځانګړنو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې د دوه ګونو فارمټونو لپاره وړ او ځوان لوبغاړي ټاکل شوي دي.
 
هغه زیاته کړه، دغه لوبې به د افغانستان لوبغاړو لپاره یو غوره پایله او د راتلونکي نړیوال جام لپاره د لوبغاړو د چمتووالي برخه کې اغېزناکې تمامې شي او ترڅنګ به یې د لوبغاړو لا ډېره روزونه وشي.
 
هغه دغه راز وویل، «تمه ده، چې په دغو لوبو کې افغان لوبغاړي ډېر ښه وځلیږي، لوبې به که څه هم ستونزمنې وي، خو موږ د دواړو فارمټونو لپاره غوره لوبغاړي ټاکلي دي.»
 
د هغه په وینا، یاد نوملړ کې د ځوان او تکړه لوبغاړو نومونه شامل دي، چې حضرت الله ځاځی، وفادار مومند، سید احمد شېرزاد او د میرویس اشرف بیرته راتګ یې غوره بېلګې دي.
 
منګل زیاته کړه، چې شاپور ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ او حمید حسن د ټپي کېدو له امله د غوراوي لپاره په پام کې نه دي نیول شوي، یاد درې لوبغاړي اوسمهال تر درملنې لاندې دي.
 
د غوراوي کمېټې غړي حاجي ولي امین وویل، «زموږ ډېر تمرکز راتلونکي نړیوال جام ته د لوبغاړو پر بشپړ چمتووالي دی، ترڅو تر هغه مهاله ورته لوبغاړي ښه وروزل شي.»
 
هغه دغه راز وویل، موږ له کورني کرکټ هم ډېر لوبغاړي په پام کې نیولي او د وخت په تېرېدو سره به دوی ته هم په ملي لوبډلو کې د لوبېدو موقع ورکړل شي.
 
د ایرلنډ په وړاندې د نړیوالو شل اوریزو لوبو لپاره ۱۴ کسیزه لوبډله: محمد شهزاد محمدي، عثمان غني، حضرت الله ځاځی، سمیع االله شینواری، اصغر ستانکزی، محمد نبي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب ځدراڼ، میرویس اشرف، افتاب عالم او فرید ملک.
 
او د نړیوالو پنځوس اوریزو لوبو لپاره په ۱۶ کسیزه لوبډله کې محمد شهزاد، جاوید احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شاهدي، نجیب ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب ځدراڼ، افتاب عالم، سید احمد شېرزاد، دولت ځدراڼ او وفادار مومند شامل دي.
 
د یادولو وړ ده، چې دغه لوبې د روان کال د اګست میاشتې له ۲۰ مې تر ۳۱ نېټې پورې ایرلنډ کې د یاد هېواد په کوربه توب ترسره کېږي.
 
له دې جملې به یې شل اوریزې نړیوالې لوبې د اګست په ۲۰ مه، ۲۲ مه او ۲۴ مه او دغه راز پنځوس اوریزې لوبې د روان زېږدیز کال د اګست میاشتې په ۲۷ مه، ۲۹ مه او ۳۱ ترسره شي.