
روهي (درې نۍ/۲ د زمري)، يوناني چارواکي وايي، چې د پلازمېنې آتن تر څنګ د هېواد په يو شمېر ځنګلي سيمو کې اور لګېدلی چې تر اوسه يې پنځوس کسان وژلي دي.
د یونان حکومت ويلي، چې اور لګېدنه شدېده ده او د کنټرول لپاره نړيوالو مرسته ته اړتيا ده، ګني د اور زيانونه به ډېر شي.
ګڼ شمېر کسانو خپل غولي پرېښودلي دي او حکومت هم د خطرناکو سيمو څخه د خلکو د اېستلو لړۍ پيل کړې ده. حکومت او خلک په کوچنيو کښتيو کې د خطر لاندې کسان د اور لګېدنې له سيمو خوندي سيمو ته لېږدوي.
په يونان کې له د وړاندې هم ځنګلي اورونه لګېدلي، خو دغه اور لګېدنه په تېره يوه لسيزه کې بې سارې ګڼل کيږي.