د میوند اتلانو انتخابي سیالۍ د هلمند فوټبال لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

روهي (درې نۍ/۲مه د زمري)، په یاد ټورنمنټ کې کندهار الف منتخب، کندهار ب منتخب، هلمند، روزګان او نیمروز ولایتونو لوبډلو ګډون کړی وو او پایلوبه یې د کندهار الف منتخب او هلمند منتخب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې هلمند ۲ـ۰ کندهار الف منتخب لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغه ټورنمينټ لمړی مقام یې خپل کړ.
 
په دغه مراسمو کې د کندهار د مرستیال والي ترڅنګ د ولایتي ادارو یو شمېر رئیسانو، د ولایتي شورا وکیلانو او زیات شمېر ځوانانو هم ګډون کړی وو.

مرستیال والي عبدالحنان منیب د هلمند ولایت منتخب لوبډلې ته د لمړی مقام ګټلو مبارکي وویل او د ټولو فوټبالرانو څخه یې وغوښتل، چې د افغانستان د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې ټول په اتفاق او اتحاد سره لوبې وکړي، ترڅو وکولای شي د تېر په څېر یو ځل بیا میوند اتلان ښه مقام خپل کړي.

نوموړي د ولایتي ادارې په استازیتوب ټولو ورزشکارانو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، «ولایتي اداره هڅه کوي، څو د کندهاري ځوانانو او سپورټ د مينه والو لپاره په هره برخه کې سهولتونه او اسانتیاوي برابري کړي، هغه د احمد شاهي لوبغالي د مصنوعي چمن په ساتلو باندې هم ټینګار وکړ او له ټولو ورزشکارانو او سپورټي مینه والو څخه يې وغوښتل، چې د احمد شاهي لوبغالي د مصنوعي چمن په ساتلو کې پوره هڅه وکړي.