یو کیلو پیاز یو افغانۍ!

د وروستیو ريپوټونو له مخې د افغانستان په فراه ولایت کې یو کیلو پیاز په یو افغانۍ پېرل او پلورل کیږي؛ خو له بد مرغه د کال په نورو فصلونو کې او یا هم د هیواد په نورو سیمو کې بیا یو کیلو پیاز تر اتیا او آن سلو افغانیو پورې لوړيږي.

افغانستان یو له داسې هیوادونو څخه دی چې شاوخوا اتیا سلنه وګړي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. کرنه او مالداري زموږ د هیوادوالو د لګښتونو او ژوند یوازینۍ عایداتي سرچینه ده؛ چې پر مټ یې ګڼ شمیر وګړي خپل د اړتیا وړ توکي او خوراکي مواد له یادي لارې تیاروي.

دا چې کرنه او مالداري زموږ د هیواد او هیوادوالو د اقتصادي ځواک لپاره یو له بنسټیزو سرچینو څخه ده؛ نو دولت اړ دی تر څو دې برخه کې پوره غور وکړي او د کرنې او مالدارۍ د غښتلتیا او ودې لپاره اړین ګامونه پورته او منظم پلانونه پلي کړي. حال دا چې اوس مهال په افغانستان کې کرنې ته د پام وړ پاملرنه نه تر سترګو کیږي.

د دولت او کرنې وزارت مامورینو د بی غورۍ او په دې برخه کې د منظم پلان نشتون، د کرنیزو توکو د ساتنې لپاره د سټاندرد یخ خونو نشتون، د بزګر او دولت تر منځ د اړیکو لرې والی او واټن، د کرنې په برخه کې د فني او مسلکي پرسونل کم والی، د کرنې د میکانیزمه کیدو او عصري کولو په موخه د کرنیزو ماشینونو او وسایلو نشتون او دې ته ورته داسې نور هغه دلایل او لاملونه دي؛ چې له مخې یې کرنه ورځ تر بلې ټکنۍ او ستونزمنه کیږي. یاده ستونزه بیا په مستقیم او غیر مستقیم ډول زموږ په هیواد او هیوادوالو باندې هر اړخیزه اغیزه کوي او له اقتصادی پلوه د هیوادوالو ژوند ګواښي.

داسې ویل کیږي چې د کال په يو فصل کې کرنیز محصولات په هیواد کې د ننه د بسیا کیدو کیدو پرته ګاونډیو ملکونو ته د خرڅلاو په موخه په ټیټه بیه او لوړ ټرانسپوټي مالیاتو باندې صادریږي. ګاونډي هیوادونه بیا د موقعې څخه په استفادې یاد محصول په یخ خونو کې د ساتل کیدو وروسته د کال په بل فصل کې افغانستان ته په لوړه بیه را واردوي؛ چې په پایله کې د هیواد د (GDP) او سوداګریز بیلانس د ټیټوالي لامل ګرځي. او له دې ورهاخوا یاده ستونزه په هیواد کې د ننه د بیو د لوړوالي او بزګرو د ګټې د کموالي لامل ګرځي. آن دا چې بزګران په مستقبل کې د یاد محصول د تولید او بیا کرلو لپاره هم زړه نه ښه کوي.

زما په آند تجارت ښه دی اما نه واردات. که چيرې مونږ خپل کرنیز محصولات د عصري وسایلو په شتون کې له عنعنوي میتود څخه پر میکانیزم میتود بدل کړو او د ساتنې لپاره یې په کافې اندازه یخ خونې ولرو؛ تر څو وکولای شو خپل کورني محصولات او تولیدات په هیواد کې د ننه بسیا کیدو وروسته ګاونډیو هیوادونو او آن اروپایي بازارونو ته صادر کړو؛ نو له دې اړخه به د هیواد په اقتصادي وده کې د پام وړ بدلون تر سترګو شي.
په پای کې د یو ودان، سوکاله، آباد او پر خپل اقتصادي ځواک سمبال او ولاړ افغانستان په هیله.