روهي (يوه نۍ/۳۱مه د چنګاښ)، یاده ليدنه پرون شنبه، ترغرمې وروسته په کندهار ولایت مقام کې ترسره شوه، چې د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا ترڅنګ د ولایت مقام مرستیال والي عبدالحنان منیب، د فوټبال فدراسیون رئیس حاجي محمد نصير رحماني، د تربیت بدني روزنکې مدیرآغا، د کابل څخه راغلي هيئت او ګڼ شمېر ځوانو فټبالرانو هم پکې ګډون کړی وو.
کندهار والي راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او زیاته يې کړه، چې د میوند اتلانو لوبډلې هر وخت خپله پیا وړتیا ښکاره کړې، چې ښه بېلګه يې د افغانستان په غوره لیګ سیالیو کې ښه لوبېدل دي، چې تر فاینل لوبې پورې يې په خپل زیار سره ځان ورساوه او امید لرو، چې په راتلونکو سیالیو کې هم بریا خپله کړي.
نوموړي راغلو فوټبالرانو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته يې کړه، هغه امکانات چې موږ يې په لاس کې لرو، ستاسو څخه به يې ونه سپموو.
کندهار والي د فوټبال فدراسيون د مسؤلینو څخه وغوښتل، چې د میوند اتلانو د ټیم د انتخاب په برخه کې ډېر دقت وکړي، ترڅو هغه کسان چې وړتیاوي ولري، يادې لوبډلې ته انتخاب شي.
د کابل څخه راغلي هيئت وویل، چې موخه يې د یادو څلورو ولایتونو د لوبډلو څخه د میوند اتلانو لپاره د پیاوړي او مسلکې لوبغاړو انتخابول دي.
همداراز د فوټبال د فدراسیون رئیس حاجي محمد نصیر رحماني د فوټبال په برخه کې خپلې ستونزې د کندهار والي سره شریکې کړې او د حل په برخه کې يې د پوره همکاريو غوښتنه وکړل.
وروستي