کاري تعهد څه دی!

تعهد هغه چاره ده چې مونږ موخو ته سوق کوي،هغه فعالیت دی چې په اعتقادات ولاړ وي،هغه عمل دی چې په معیار سنجول کیږي، هغه غوښتنه ده چې په زړه کې وي اوهغه راز دی چې د بریا دروازې خلاصوي.

کار هغه چاره ده چې د چوپړ په نیت ترسره کیږي،هغه فعالیت دی چې د ټولنې وګړي ورته اړتیا لري، هغه کړنه ده چې د ګډو ګټو په موخه ترسره کیږي، هغه مصروفیت دی چې راکړه ورکړه لري، هغه هڅه ده په وسیله یې مزد لاسته راځي، هغه ارزښت دی چې انګېزې پیاوړې کوي او هغه هو‌ډ دی چې د پرمختګ لارې خلاصولای شي.

کاري تعهد د ژمنتیا په معیارسنجول شوی عمل دی، په اعتقاداتو ولاړ فعالیت دی، د سلامت وجدان غوښتنه ده، نه ستړې کېدونکې هڅه ده، نه ماتېدونکې اراده ده، غوڅ تصمیم دی، د بریالي کېدو لوبه ده، موخې ته د رسېدو هوډ دی، د پرمختګ راز دی، د ګټې کولو په لاس درغلی فرصت دی، د شخصیت جوړونې په لور خلاصه شوې دروازه ده.

کاري تعهد د هر معتهد لپاره په بېلا بېلو ماناوو دی، د سوک وهونکي متعهد لپاره، کاري تعهد تر هغې به یې ووهم چې د پښو ولویږي .د منډې وهونکي متعهد لپاره کاري تعهد که په منډه کې پاتې هم راغلم مڼدې وهل نه دروم . سرباز متعهد لپاره کاري تعهد په غونډۍ وخېژم پدې اړه فکر نه کوم چې د غونډۍ په شاه کې څوک دي . ملي سیاستوال متعهد لپاره کاری تعهد سیاست کول مې ملي ګټو ته درناوی، د ملي ارزښتونو ساتل، د خپلې خاورې د ملي امنیت په موخه د سر په قربانۍ دفاع کول.

تعهد د انسان د زړه غوښتنه ده که یو منډې وهونکی لوبه ولري خوکه ناکام هم شي ودریږي، خو زړه یې منډې وهل نه پریږدي، کاري تعهد یې دادی چې د تغیر لپاره د زړه فیصله ورته مهمه ده.

تعهد د خبرو نه د عمل په معیار سنجول کیږي خبرې کول خپله تعهد ندی پرې عمل کول تعهد دی، د کاري تعهد ریښتنی معیار عمل دی ځکه دا هرڅه د کړنې اغېزې معلوموي او موخې پلټي.

تعهد د بریا دروازې خلاصوي ښايي یو وخت کار د خنډون د شتون له کبله ودریږي، اوس پرته له دې چې د لار د ایستو لپاره تعهد شتون ونه لري، بل څه ښایي کار ورنه کړي. کاري تعهد ځکه د پایښت عامل هم بلل کیږي.
د کاري تعهد یا د تعهد د شتون او نشتون په اړه وګړي په څلور ډلو ویشل کیږي.

لومړۍ ډله هغه خلک چې موخې نه لري، دا ډله خلک متعهد نه شوو بللای یاد کسان کاري تعهد هم نه لري.
دویمه ډله هغه خلک دي چې په نفس اعتماد نه لري، دا ډله کسان نه پوهیږي چې موخه ته رسي او که نه! دا ډله خلک له مسئولیت منلو ویره لري، کاري تعهد یې هم زیانمن شوی دی.

درېیمه ډله هغه وګړي دي چې د لارې تر پایه نه ځي دا ډله خلک هدف ټاکي د لاسته راوړلو لپاره یې حرکت کوي خو چې ستونزه یا خڼډ پښیږي پښې سپکوي. دا ډله خلک هم کاري تعهد نه لري.

څلورمه ډله هغه خلک دي چې سرسخته، مهم او مبارزین دي دا ډله کسان هدف ټاکي ژمن دي او ځان ورسوي، دوی په ریښتیني ډول کاري تعهد لري او درناوی ورته کوي.