۲۳/۱۱/۱۳۹۵
د لومړۍ، دویمې، دریمې برخې په دوام څلورمه برخه درسره شریکوم ، هیله لرم له لوستلو یې خوند واخلئ .
۱۵۱ـ بختور هر مهال په هر ډول شرایطو کې کارونه په سم ډول تر سره کوي ، بدبخته تېروتنې تکراروي .
۱۵۲ـ د ستونزو په وړاندې شجاعت ، د درد پرمهال خوښي ، د ناهيلۍ پرمهال د شخصیت څرګندونه او له موانعو د فرصت جوړولو وړتیا هغه څه دي ، چې باید زده شي .
۱۵۳ـ بریالیتوب د تحمل او پرهېزګارۍ په فلسفه کې نغښتی دی.
۱۵۴ـ ریښتینولي زمونږ د اعتقاد او تمرین ګډه پایله ده ، هر هغه شی چې ډېر تکرار شي ، زمونږ په اعتقاد کې رېښې کوي او په عادت بدلیږي .
۱۵۵ـ همدا مونږ یو چې خپل عادتونه جوړو او همدا عادتونه دي چې زمونږ شخصیتونه جوړوي .
۱۵۶ـ عادتونه شخصیت رامنځته کوي ، شخصیت زمونږ برخلیک ټاکي .
۱۵۷ـ سمون او په چلند کې بدلون پر ویره د غلبې او له اسودګۍ څخه د راوتلو له لارې تر لاسه کیږي .
۱۵۸ـ بریالي کسان هغه کارونه نه تر سره کوي ، چې ناکامان یې خوښي.
۱۵۹ ـ مثبت تصویرونه جوړ کړی ، ځکه مونږ ډېری په تصویرونو فکر کوو.
۱۶۰ ـ بریالیتوب زمونږ د تمرکز او تکرار په ځواک پورې تړلی دی .
۱۶۱ـ څومره چې پر موخو تمرکز کوئ، په هماغه کچه به خنډونه وینئ .
۱۶۲ـ موخې هغه خوبونه دي چې ضرب العجل ورته ټاکل شوی دی او عملي پلان ورته جوړ شوی دی.
۱۶۳ـ موخې ښايي ارزښتمنې وي ،خو اصلي پایې یې مینه ده، چې موخې په واقعتونو بدلوي نه تمه .
۱۶۴ـ فعالیتونه لاسته راوړنې ندي .
۱۶۵ـ که فعالیت د لاسته راوړنې په توګه ومنو ، کیدای شي ، وخت مو ښه تېر شي ،خو موخو ته به ونه رسیږو.
۱۶۶ـ ارزښتونه پرېکړې رهبري کوي .
۱۶۷ـ ارزښتونه بې بیې دي ، کله چې تاسې ارزښت ته بیه ټاکئ ، خپله ارزښته له لاسه ورکوئ .
۱۶۸ـ کله چې پیسې خبرې کوي ، حتمي نده چې حقیقت دې غلی وي .
۱۶۹ـ له ټولو واقعو یوه داده چې ځینې خلک له دې پرته چې کار وکړي ، غواړي شتمن شي .
۱۷۰ ـ تحریف شوي ارزښتونه یوه ورځ نه یوه ورځ فاجعه رامنځته کوي .
۱۷۱ـ کوچني شوي شیان د سترو توپیرونو لامل کیږي .
۱۷۲ـ دا چې اعمال مو د څومره بدلون لامل کیږي ، مهمه نده ، که هر وګړی کوچنی بدلون رامنځته کړي ، بلاخره په ستر بدلون به رامنځته شي .
۱۷۳ـ له رضایت پرته بریا بې ګټې ده .
۱۷۴ـ هغه کسان چې د بریالیتوب تعریف شوې فلسفه نه لري، هغه د ناکمۍ په تعریف شوې فلسفه کې ډوب دي .
۱۷۵ـ د باور نشتون د لیونتوب لامل کیږي .
۱۷۶ـ زمونږ تر ټولو لوړې اړیکې یو بل ته په ژمنتیا تړل شوې .
۱۷۷ـ له ژمنتیا پرته هر ډول اړیکې فاسدې دي .
۱۷۸ـ ژمنتیا د قانوني تړون په څېر اجباري نده ، د هغه بنسټ لاسلیک شوی تړون ندی ، بلکي شخصیت ، اصالت او زړه سوی دی .
۱۷۹ـ ژمنتیا د هغه چسپ په څېر عمل کوي ، چې اړیکې سريښوي .
۱۸۰ـ که دې یو ځل دوکه کړم ، تا ته شرم پکار دی ، که دې دویم ځل دوکه کړم ماته شرم پکار دی .
۱۸۱ـ وفاداري د اخستلو وړ نده بلکي د کسب وړ ده ،
۱۸۲ـ اصلي خبره دا ده چې بنسټونو ته وفاداره پاتې شوو.
۱۸۳ـ کله چې د ارزښتونو ترمنځ جګړه رامنځته شي ، افراد په یوه کورکې او کارکوونکي په یوه دفترکې کې څه ډول ګوزاره وکړي .
۱۸۴ـ اخلاق او ارزښتونه یوازې دسمو شرایطو لپاره ندي ټاکل شوي ، بلکي په بدو شرایطو کې هم باید ورته درناوی وشي .
۱۸۵ـ فکر مو وي چې ستاسې ډېری انتخابونه اخلاق ندي .
۱۸۶ـ تاسې قوانینو ته په هغه حالت کې چې خلک ښه وي اړتیا لرئ ، خوکله چې خلک بدشي همدا قوانین دي چې تاسې له شره ساتي .
۱۸۷ـ اخلاقي انتخابونه د واقعت پر اساس د ښه او بد تر منځ توپیر دی ،
۱۸۸ـ لکه څرنګه چې له نظم پرته آزادي د تخریب لامل کیږي ، په همدې ډول هغه ټولنې چې اخلاقي بنسټونه نه لري، ځان پخپله له منځه وړي .
۱۸۹ ـ قانون ته د ژمنتیا لپاره په ټیټه کچه معیارونه ټاکل کیږي ، پداسې حال کې چې اخلاقي معیارونه ډېر لوړ دي .
۱۹۰ ـژوند یوازې د کتنې لوبه نده ، چې هر څه واقع شي ، مونږ یې یوازې وګورو .
۱۹۱ـ که نړۍ تصادف وي ، مونږ یې حوادث یو، کله چې په نړۍ کې معنا شته زمونږ وجود هم یوه مانا لري .
۱۹۲ـ په کوم ځای کې مو چې لیدلوری د یوه کال لپاره وي ، ګلان ورزئ ، په کوم ځای کې مو چې لیدلوری د لسو کلونو لپاره وي ونې وروزئ ، که مو لیدلوری ابدي وي ، خلک ورزئ .
۱۹۳ـ منفي فکر لرونکي کسان د ټولنې د اوږو بار وي .
وروستي