د تېرو آتلسو کلونو ملامت او سلامت، د فاروق وردګ ښکلتیا پکې سیاسي ده که عدالتي

د بن غونډه جوړه شوه او یوځل بیا د افغانستان بنسټیزې ستنې د فساد د ماهرینو په لاس ولوېدې، د بن غونډه کې په هغه چا ډېر حساب وشوو چې په افغانستان کې په خپلمنځي جګړو کې ښکېل وو بشري حقونو یې نقص کړي وو او همدا راز یې د عام ولس په ځورولو او وژولو کې لاس درلود.
 
ښاغلی حامد کرزی د امریکایي ټانګونو او امریکايي یولس کسیزه ګارد سره یوځای د کابل په لور راغلو او له پاسه ارګ ته د رسېدو هدایت ورکړل شوی وو خو د دې  هدایت په توافق په شمال کې د جنګېدونکې ډلې یا شمالي ټلوالې خوښه هم اخستل شوې وه.
 
د ښاغلي برهالدین رباني له دوه میاشتو ګوډ مات حکومت ورسته لنډمهاله موقتي اداره رامنځته شوه او د ولسمشرۍ  د ټاکنو د ترسراوي تابیا وشوه.  ښاغلی کرزی د موقتي ادارې له مشرۍ ولسمشرۍ ته ورسېد، خو دا هغه مهال وو چې د افغانستان تر آتیا سلنه ډېر واک د شمالي ټلوالې او اړونده نور ډلو ټپلو سره وو.
 
مهم وزارتونه کلیدي ادارې د  دوی په واک کې وې د لوړې کچې خبرې سیاستونه د قسیم فهیم ، احمدضیا مسعود ، عبدالله عبدالله ، یونس قانوني ، محمد کریم خلیلی ، محمد محقق اونورو ... غوښتنې اونظرونه وو یوازې وړاندې کونکی یې پخواني ولسمشر حامد کرزي وو.
 
دا خبره به څوک ومني اوڅوک  نه ! خو زه د خپلو سترګو لیدلی حال درسره شریکوم ، په ۱۳۹۱ کال د یوشمېر مدني فعالانوسره مو یوځای په ارګ کې د ملي امنیت د پخواني ریس رحمت الله نبیل  چې هغه مهال نوموړی امنیتي مشاور وو غیرې رسمي ناسته درلوده ښاغلي نبیل  مونږ ته په ډاګه وویل چې ورڼو ارګ د نورو بادرانو په ولکه کې دی مشران او  امرین نور څوک دي مونږ یوازې لاس پاکوونکي او عملي کوونکي یو. 
 
هغه چې ډېر ناهیلی وو ویل یې!  تاسې دا فکر مه کوئ چې ښاغلی حامد کرزی د مطبوعاتو په مخ کې ودریږي  او د خپلې خاورې په اړه دریځ یا تصمیم نیسي ښاغلی کرزی چې څه وایي او کوي یې هغه دا نوموړی خبرې نه بلکی  د ښاغلي فهیم  او او نورو ... خبرې او تصمیمونه دي.
 
د ښاغلي نبیل له خبرو له ورایه څرګندېده چې هغه مهال ښاغلي حامد کرزی د بشپړ واک څښتن نوو او له وړې مسئلې نیولې تر لویې او متوسطې  چې پرې به د تصمیم تابیا وه، د دوه دریو مشخصو ډلو پرېکړو او نظرونو ته پکې ځای ورکول کېدو.
 
یو مهال چې ښاغلی عبدالله عبدالله د بهرنیوچارو محمد یونس قانوني د کورنیو چارو وزیران  وو د دواړو د یوه خپلمنځي تفاهم په بنسټ  په افغانستان کې د ناټو ځواکونوسره داسې تړون لاسلیک شوی چې بهرني ځواکونو له کومې همغږۍ او خبر پرته  کولای شي د افغانانو کورنو ته وردننه شي .  افغانان په خپل سر په بګرام یا ګوانتانامو کې بندي هم کړي . ددې تړون په محتوا او جزئیاتو لږ ترلږه  ولسمشرچې د اساسي قانون له مخې علی سر قوماندان هم یادیږي په جریان کې نه وو. باید یادونه وشي چې د دې تړون د لاسلیک په ترڅ کې میلونونه ډالر پورته ښکته شوي دي. 
 
څو کاله وروسته چې د ناټو ځواکونو په عملیاتو پرلپسې نیوکو زور واخیست نو ددې ځواکونو له لوري د تړون په هکله ځینې جزئیات افشا شول.
 
خو تر نن پورې هېڅوک  پیدا نشوو چې ددې تړون په هکله د دوه ښاغلو نه وپوښتي چې ولې مود عامو  خلکو کورونو ته د امریکایانو د ننوتلو اجازه ورکړې وه؟ . ولې مو د سلګونو بې ګناه افغانانو سرنوشت ګوانتانامو یا بګرام زندان کړ ؟ ولې مو ددې ظالمانو په لاس په سلګونو بې ګناه افغان انسانان شهیدان کړل ؟ ولې په سلګونو کورونو کې یتیمان او کونډې د ویر په ټغر کښناستل.
 
که لدې ښاغلو نه وپوښتل شي چې تاسې دا تړون لاسلیکولو ... چېرته وو هغه اسلامي ارزښتونه ،  چېرې وو ملي ارزښتونه ، ملې ګټې ، هم هغه مهال له یاده وتې وې . افسوس تر نن ورځې دا مسئله نه چا وڅارله نه یې هم چا پوښتنه وکړه ...او نه هم اوس څوک وایي چې دې دواړو ښاغلو دا تور بدنام تړون لاسلیک کړی. 
 
افغانستان ته  د امریکایانو له راتګ سره جغت ښاغلی عطامحمد نور خپله ږیره وخریله او ترغاړې د برګ دسمال په ځای فرانسوی نیکټایي واچوله د بلخ ولایت په قبضه پسې یې پښې رالوڅې کړې ، نوموړی له هماغې ورځې کم او زیات شل کاله د بلخ والي نه بلکي یو دېکتاتور پاته شوو.
 
هغې په بلخ کې د کابل ډېری هدایتونه نه منل، په ځلونو ځلونو یې د ولایت پرمهال  او ډېری نورو مواردو کې  بغاوت کړی او د ولسمشر دخبرو سره یې جدي مخالفت څرګند کړی . د میترا په نوم شرکتونو ،فابریکو، بانکې حسابونه همدار راز ښارګوټي په عطامحمد نور پورې اړه لري چې میلیونونه ډالر کیږي.
 
ولې ؟ له ولسمشر، محکمه ، څارنوالي اونورو ادارې دا جرئت نه لري  چې لږ تر لږه ددې ښاغلي له ولایت مخکې او ورسته  پیسو د بیلانس د جګېدو کچه معلومه کړي.
 
جنرال عبدالرشید دوستم د ۱۳۸۲ ولسمشرۍ ته د لومړي ځل کاندیدو ورسته د ملګرو ملتونو په تور لست کې راغلو خو پدې برخه کې د ملګرو ملتونو د کوم اقدام شاهد نشوو.
 
یو څه موده ښاغلی دوستم نه رامعلومېده کله  چې پخواني ولسمشرحامد کرزی د دویم ځل ولسمشرۍ د بریالیتوب راز د جنرال دوستم په وجود کې احساس کړ نوموړی یې وموند د تور لست ډېر په کیسه کې نشوو له بریالیتوب وروسته یې د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز په توګه انتخاب کړ خو  د دې ښاغلي د چارو له ارزولو وروسته جوته شوه چې د یوه کال په موده  کې یې ۳۴۷ ورځې غیرې حاضرې درلوده.
 
 د لوی درستیزۍ په دنده کې یې د خپل اړوند دوسوه کسیزه ګارد تمویل ، تجهیز له دفاع وزرات اخیستو هغه مهال دفاع وزات په بېلا بېلو قراردادونو کې په میلیونونو ډالر پورته کارته شوي او تر دې دمه یې هېچا سپیناوی ندی کړی ښایي پدې کې به جنرال دوستم شریک نوي ولې نوموړی ځکه پړ بلل کیږي چې ددې ښاغلي په نشتون کې د ده له ادرس ناوړه ګټنې شوې.
 
ولې ! تر دې دمه دهغه دغیرې حاضرۍ او په قراردادونو کې د پراخه فساد په اړه چا ونه پوښتل ؟ ولې په دنده کې د غفلت په پلمه له دې ښاغلي چا ونه پوښتل؟
 
د هغه د نورو بېلابېلو قضیو چې پکې د ځمکو غضب، د ایشچي موضوع او په شمالي ولایتونو کې د یوه مشخص قوم په وژلو تورن دی، ولې ! پدې قضیو سترګې پټیږي.
 
ښاغلی تورن اسماعیل خان چې ځان یې د هرات ولایت ریښتنی حکمران بللو  دومره په زور کې نه  نوو لکه عطامحمد نور ځکه د هرات ولایت څخه د برښنا وزارت ته یې راتبدیلول له کمو چلنجونو او خنډونو سره مله وو.
 
پدې خو ښه پوهیږو چې ښاغلي  تورن اسماعیل خان نه د ولایت لپاره کافي زده کړې درلودې نه هم د وزارت لپاره هغه یوقومي شخص دی او باید له قوم سره نیږدې پاته وی خو داسې ونه شول ، د برښنا وزیر شوو  د وزارت په لومړیو کې یې علان وکړ چې تر ۲۰۱۶ کال پورې به دافغانستان ۷۰ سلنه خلک برښنا ته لاس رسی ولري.
 
د نوموړی دا خبره ځینو ته خنداوره او ځینو ته هیله بښوونکې وه خو کله چې نوموړي د کابل  برښنا د ستونزې د هوارې په موخه  په لوړ قمت ترکي او ایراني جنراترونه وپېرل هغه وخت د خلکو هیلې له خاورو سره خاورې شوې ، ځکه دې جنراترونو هر یو یې په یوه ساعت کې یوبیلر تیل مصرف درلود او د هغه ماشینونو د پېراو د ایران له  لار یې په راوړلو میلیونو پیسې ولګېدې اوسمهال جنراتورونه له کاره لوېدلې.
 
 د اوبو د مدیریت او د بندونو د رغون هغه لوی فرصتونه ولې دې وزارت له لاسه ورکړل! لدې ښاغلي هم هېچا  د برښنا د بنسټیزو پروژو له ترکیې نه  د زړو جنراترونو د پېرلو ونه پوښتل؟؟
 
په بریښنا وزارت کې د هغه مهال په لسګونو د فساد او پیسو د ورکې قضیې شتون لري ولې هېڅوک یې د څېړلو او بلاره کولو جرئت نه کوي.
 په دفاع وزارت کې د تېلو ، د وسلو او نورو قراردادونو چې میلینونونه ډالر اختلاس پکې شوی او تر ډېر د جنرال بسم الله خان په دور کې دا تورونه زیات وو ولې څوک نه پوښتي ؟! نه یوازې دا کسان ولې د تېرې کابینې د نورو وزیرانو ،والیانو ، قوماندانو چې په ځلونو ځلونو په لویو اختلاسونو کې ګرم هم وبلل شوی ،  پدې تړاو ترې نه پوښتل کیږي ؟ ولې پدې تړاو ورته ځانګړی کمیسیون نه جوړیږي؟ ولې لږ تر لږ متهم په فسا نه بلل کیږي؟ 
 
ځینې پخواني او اوسني چارواکي، ونډه اخیستونکې رسنۍ د تېرو شپږو کلونو راپدېخوا زیاته هڅه کوي چې د غلام فاروق وردګ قضیې ته سیاسي رنګ ورکړي او په بېلابېلو نومونو او اتهامونو هغه له سیاسي سهنې بهر پاته کړي.
 
ډاکټر غلام فاروق وردګ د یوه پښتون وګړي په توګه نه بلکي د یوه افغان په توګه که مونږ او تاسې خدای ته مخ کړو او بنده ته یې شاه په معارف وزارت کې د فاروق وردګ په مشرۍ دومره پیسې دفاروق وردګ جیب ته تللې لکه د عطامحمد نور جیب ته د والیتوب پر مهال ، آیا د فاروق وردګ په وخت کې په  معارف وزارت کې دومره اختلاس شوی لکه د بسم الله خان په وخت کې د ملي دفاع وزات کې ؟ آیا د فاروق وردګ په وخت کې په  معارف وزارت کې دومره سهل انګاري شوې لکه د تورن اسماعیل خان په مشرۍ په برښنا او انرژۍ وزارت کې؟ 
 
که د معارف په برخه کې د تېرو پرمختګونو ته لږ فکر وکړو نوهم باید ووایو چې د فاروق وردګ په مشرۍ په افغانستان کې معارف ډېر پرمختګ وکړ له ډېرو خنډونو او ستونزو سره سره معارف یا د پوهنې غږ دافغانستان ګوټ ګوټ ته ورسېد.
 
د افغانستان د معارف په برخه کې د نړیوالو مرستو جلب چې پدې دور کې زیات وو په بل هېڅ دور کې هم  نوو.
 د پوهنې وزارت اړوند د سیګار د راپور په اړه غواړم ووایم  چې د پوهنې وزارت دری معینیتونه ، د پنځوسو په شا اوخوا کې ریاستونه  سلګونو آمریتونه لري  ښایي فساد به شوی وي خو دا په زغرده سره ویلای شم چې د ډاکټر فاروق په اړه د آته سوه میلیونه ډالر اختلاس بې بنسټه ادعا ده.
 
دا مقاله مې څلور کاله وړاندې د ملي آرمان ورځپاڼې د هغه ګڼې د مطلب په اړه ولیکه چې د پوهني همهاله وزیر محمد حنیف بلخې په معارف وزارت کې  د هغه ټولو پروژو  قراردادونه ولسمشر ته سپارلي  چې  پکې د اختلاس ادعاوې  کیږي .مونږ نه وایو چې دا اسناد دې نه سپارل کیږي، اسنادې وسپارل شي څېړنه دې وشي متهم دې عدلې او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي . خو دا هم وایم  چې دا پروسه دې په ټولو وزارتونو کې عملي شي سیګار په دفاع وزارت کې هم د میلیونونو ډالرو اختلاس راپور ورکړی ، همدا راز سیګار په بېلابېلو ولایتونو کې هم د اختلاس او فساد متهمین په ګوته کړي ، نو که حکومت غواړي چې د فساد په وړاندې جدي ګامونه واخلي . له دفاع وزات نیولې ، کورنیوچارو ، کلیو پرختیا ، برښنا او انرژۍ ، د کانونو وزارتونو کې دې  د هغه ټولو اختلاسونو دوسیې وڅېړي چې پرې  داختلاس او فساد اتهام شته.
 
همدا راز دې حکومت د فساد په وړاندې د مبارزې په برخه کې سیاسي چلند نه کوي، هغه ټولو موارد او قضیې دې وڅیړي چې په تېرو شلو کلونو کې په میلونونو ډالر غلا شوي.
حکومت دې همدا راز دې د پخوانیو او اوسنیو چارواکو په کور د ننه او بهر کې د درایۍ په اړه څېړنه وکړي پرته له کومې لاسوهنې دې د هغه پایله له ولسونو سره شریکه کړي، د افغانستان د ټولو وګړو په منځ کې یوازې فاروق وردګ ته ګوته نیول معقول او منونکی منطق ندی، یوازې د هغه ملامتول او د پورته یاد شوو چارواکو سلامت ښودل هېڅ افغان نه مني او دا ډول ادعاوې سیاسي بولي.