له لرې آواز آورم ستونزمن، چې دا به کله راځي
له ډیرې مودې ده ورکه شوې، چې دا به کله راځي؟
په هره دعا کې مې په یاد وي اې زما دلبره
سجدې مې وکړې ښې پرېمانه ،چې دا به کله راځي؟
د هر افغان په زړه کې وسېږي هېرولی نه شي
بې لې هغې ژوند کله سکون دی، چې دا به کله راځي؟
یا الله ته مې دا آرمان په دې دنیا پوره کړې
چې مې ژوندون سره یو ځاي شي، چې دا به کله راځي؟
دې ستا په نشتون کې خو موږ ډیر تکلیفونه ګالل
بد رنګه جنګ! خو یک تنها کړو، چې دا به کله راځي؟
باور د وشه چې د بازمحمد زړګی له درده ډک دی
ستا په راتلو به شي بې درده، چې دا به کله راځي؟
وروستي