غزل

غزل

نفرت نه زموږ کرکه، نفرتونه مه راوړئ
زمونږه ګران وطن ته سره اورونه مه راوړئ

ویرونه دي ‌‌‌‌‌‌ډیر شوي، غمونه د ‌‌‌‌‌‌ډیر شوي
غمو سره مو ژوند دی نور غمونه مه راوړئ

د سرو ګلونو ښار وو، د بلبلانو په کې چیغار
باغونه مو خزان شول، خزانونه مه راوړئ

زموږ د وطن په هر کاڼي، د وینې یو نښان دی
له سرو وینو یو بې زاره، نور جنګونه مه راوړئ

د الله خاطر لپاره بازمحمد ‌‌‌‌‌‌ډیر جګر خون دی
نفرت سره په جنګ شئ، نفرتونه مه راوړئ