غزل

ډيـــوې د خپلــــو اوښکــــو بلــــوم په انتظـــار کـــــې
د ستورو حاجت څه دی ، چې وﻻړ اوسي قطار کې
جــــفا دې که زما د زړګـــــي لــپې راســـــورۍ کړې
رنګونه به يــــې وشنيدم په ګــل، ګـــــل ﻻله زار کې
د ژوند په دې تيارو کې به دې څنګه زه لـټون کــــړم
دا تا چې راته پرايښي ، نښــې خپلې دي غـــبار کې
هر غـم به دې خوندي کـــړم د خپل زړه په هديره کې
ميراتې دغـــــه اوښکې ، چې مې نه دي اختيار کې
سپرغۍ مــــې په خيالونو رالـــــــويدلې ده پوهـيږم
رڼــــــــه ، رڼــــــــه بليږي لکـــــه ييژې په انګـــــار کې