درې اړخيزه اېکسرې (3D Color X-Rays) به څنګه ستاسو ژوند وژغوري؟ دلته يې ولولئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
په ۲۱ مه پيړۍ کې د ټېکنالوژۍ پر مټ د ژوند په هره برخه کې چټکتيا او اسانتياوې رامنځ ته شوې. سفرونه د موټرونو او الوتکو په وسيله کړندي او تيز شول، زده کړې د نېټ او کمپيوټر په وسيله اسانه شوې، اړيکې د موبايل او انټرنېټ له برکته پراخه شوې، خوراک، څښاک، پوښاک او نورې ټولې برخې له سهلتونو ډکې شوې. د بشري ژوند يوه مهمه برخه د انسان روغتيا او صحت دی، چې د ټېنکالوژۍ په مرسته دغه برخې ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده. ډاکټران لوړې زده کړې او عملي تجربې تر سره کوي، د نااعلاجه نارغيو تشخيص او درملنه منځ ته راغلله، مغلق او پيچلي عمليات د ماشين په کمک ساده شول او زرګونه نورې خبرې.
د ساده (تورې - سپينې) اېکسرې له اختراع وروسته، سي ټي سکن (CT Scan) او اِم ار ای (MRI) هغه نوښتونه وو، چې د وجود دننه پټې ستونزې او ناورغۍ يې په اسانۍ سره تشخيص کړې.
اوس له سي ټي سکن (CT Scan) او اِم ار ای (MRI) هم وراېخوا، ساينس پوهان درې اړخيزه رنګه اېکسرې (3D Color X-Rays) اختراع کړه، چې د ګڼ شمېر وژونکو ناورغيو څرګندونه يا تشخيص به شونی کړی.
- درې اړخيزه رنګه اېکسرې څه ته وايي؟
ساينس پوهان په دې وروستيو کې داسې کمره جوړه کړه چې د انسان د وجود د بهرنۍ او دننه برخې انځور په رنګه او درې اړخ لرونکې ډول اخلي او ناروغۍ په ګوته کوي. دغه نوښت ته درې اړخيزه رنګه اېکسرې (3D Color X-Rays) وايي. دغه اختراع د منچسټر په پوهنتون کې رامنځ ته شوې ده او په لنډ ډول د تورې - سپينې اېکسرې پرمختللی او نوی ډول وايي.
دغه اېکسرې تر ډېره د وينې او سرطان ناروغۍ پرته له جراحي عملياتو تشخيص کوي. دغه اېکسرې په لوړ کيفيت سره د نرمو انساجو تصوريونه اخلي او هغه ځای په ګوته کوي، چېرته چې نسج د خطر او بريد لاندې وي.
درې اړخيزه رنګه اېکسرې د هډوکي، شحم، وينې، د وجود د اوبو، عضروفو، عضلو تصوير اخلي او په اړه په تفسير سره مالومات وړاندې کوي. کله چې دغه تصويرونه واخېستل شي او په اړه يې مالومات چمتو شي، نو ډاکټران اړتيا نه لري، چې د وجود د کومې دننه برخې د درملنې لپاره هغه برخه غوڅه کړي او درملنه يې وکړي.
ډاکټران وايي، چې دغه اېکسرې د يو پُل حيثيت لري، چې ډاکټر به د خپل ناروغ د ناروغۍ د علاج په برخه کې قدم په قدم نېږدې کوي او تر هغه ځای به يې رسوي، چېرته چې درملنه بايد تر سره شي.
د څېړونکو په وينا، د ډېر ناروغانو د مړینې لامل او د ناروغۍ سختوالی د تشخيص ستونزه او د مريضۍ کمې نښې - نښانې وي. هر کله چې په لومړيو کې ناروغي ونه پېژندل شي، نو غښتلي کيږي، چې وروسته يې درملنه ستونزې رامنځ ته کوي.
درې اړخيزه رنګه اېکسرې (3D Color X-Rays) به وکولی شي، چې د سرطان، تمور، زړه، وينې او هډوګي ناروغۍ په لومړي پړاو کې پيدا کړي او د شته ستونزو په اړه به درې اړخ لرونکي انځورونه او ورسره په تفسير ليکل شوي مالومات ډاکټر ته وړاندې کړي.
وروستي