ته د وخت د حکومتونو سترواکدار يې
ته د ټولو کا يئنا ت پرو رد ګار يې
ته عادل په عدالت حکم فرما يې
ته په دواړو جهانونوکې رويدار يې
چې جنت اودوزخ دواړه ستاپه واک دي
ته رحمان يې ته رحم يې ته قهار يې
ته هرڅه يې او په هرڅه ښه پوهيږې
ته د ډير زړونو همراز او خبر دار يې
دا زما پر ملت هرڅه چې تيريږي
دومره وينې فوارې په شان تويږي
دا سرونه چې تنې نه را بېليږي
مورد لوراو زوی د مور نه جدا کيږي
ډلې ډلې ښځې ورځ په ورځ کونډيږي
د تنکي ځوانانو لو دی چې ګډيږي
اور بلونه د پيغلوټو ميراتيږي
د انسان غوښه باروتو کې پخيږي
نو!
اې دټول جهان مالک پروردګاره
د بې کسو او بې وسو ناز ورداره
هم قهاريي ته رحيم اوته رحمان يې
ته دنيا يي اخرت اوبل جهان يې
زه په تړمو تړمو اوښکو درته ژاړم
زرسوالونو کې يو سوال لرم او غواړم
دويرونو ماتمونو شپي سبا کړه
زه د سولې يو سوالګره ماته راکړه
سل افسوس د ژوند شيبې ځي په تياروکې
د رڼا ورځې خوبونه هديرو کې
دا نا کامه زندګي ده چې تيريږي
زما دژوند خوږې شیبې پردي ملکو کې
مونږ ته بيا د خوشحاليو اختر راکړه
يو د سولې نزرانه کې خبر راکړه
د حفيظ ارمان پوره کړه ای غفاره
اې د ټول جهان مالک پروردګاره
وروستي