روهي (جمعه/۲۹مه د چنګاښ)، په دایکندي ولایت کې د نجونو او هلکانو د دوو لوبډلو ترمنځ د بایسکل ځغلونې یو ورځنۍ لوبه ترسره شوه.
په دې لوبه کې ۱۰ هلکانو او ۱۰ نجونو ګډون کړی وو. ددغي لوبې څخه هدف له سولې او ټیکاو څخه ملاتړ او همدارنګه په دغه ولایت کې د سپورټ په برخه کې د ښځو ډاګیزه ونډه بلل شوې ده.
د سیالۍ ګټونکي د سرو او سپینو زرو په مډالونو او نغدي جایزو وستایل شول.
دا لوبه د دایکندي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د ولسي ملاتړ د ریاست په همکارۍ په لاره اچول شوې وې.
د ياد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد حسین سیرت وویل، چې په دغه ولایت کې د ورزش کوونکو نجونو په وړاندې ډېرې ستونزې شته او له دغو ورزشي سیالیو څخه موخه په ټولنه په ځانګړې توګه د ښځو لپاره د سپورټ د دود پلي کول دي.
د لوبې يوه بایسکل ځغلوونکې رحیمه خاوري وايي، «د ورزش کوونکو نجونو په وړاندې اصلي ستونزې د ټولنې سنتي لید، د امکاناتو نشتون او همدارنګه د سپورټ په برخه کې د ملاتړ کوونکو نشتون دی.»
په دغه لوبه کې، د هلکانو له لوبډلې څخه حیات الله او د نجونو له لوبډلې څخه زاهده وتوانېدل، چې لومړي مقامونه خپل کړي.
د يادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا تېر کال په لومړي په دایکندي کې د بایسکل ځغلونې لوبه په لاره اچولې شوي وې.
وروستي