د «Amazon» شرکت مشر د نړۍ تر ټولو شتمن کس ونومول شو

روهي (جمعه/۲۹مه د چنګاښ)، د «Amazon» نړيوال شرکت رئیس «جیف بیزوس» د ۱۵۲ زره میلیونه ډالرو په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو شتمن کس اعلان شو.
 
نوموړي د نړۍ ترټولو د شتمن کس نوم تېره دوشنبه وروسته له هغه وګاټه، چې پانګه يې له ۱۵۰ بیلیونه ډالرو څخه زیاته تثبيت شوه.
 
هغه د «Blomberg» لخوا د نړۍ د پنځو تر ټولو شتمنو کسانو په سر کې ځای خپل کړی دی.
 
«جیف بیزوس» چې يو امریکایي شتمن سوداګر دی وايي، د خپلو پیسو یوه اندازه په خیریه چارو لګوي او په امريکا کې بې کوره خلکو ته د کاري مهارتونو د زده کړو پروګرامونه تمویلوي.
 
نوموړی زياتوي، چې په لنډمهاله خیریه کارونو باندې تمرکز کوي، خو منتقدینو د هغه دغه کار تر انتقاد لاندې نيولی او داسې ښکاري، چې خلک غواړي چې «بيزوس» اوږدمهاله ګټورخیریه کارونه تمویل کړي.
 
«Amazon» سوداګريز شرکت په ۱۹۹۴م کال کې «جیف بیزوس» تاسیس کړ، چې په پیل يې کې کتابونه پلورل، خو وروسته له هغه د انټرنټ له لارې د سوداګرۍ په یوه لوی او مشهوره شرکت تبديل شو.
 
ياد شرکت پر امريکا سربېره د کاناډا، برتانیا، اسټرالیا، جاپان، جرمني، هسپانیا، ایټالیا، او فرانسې په شمول په ګڼو نورو هېوادونو کې هم سوداګریز مرکزونه لري.
 
اوسمهال ددغه سوداګريز شرکت سره ۵۶۶ زره کسان په دندو بوخت دي او یوازې په تېر ۲۰۱۷ کال کې یې شاوخوا ۳ بیلیونه ډالره ګټه ترلاسه کړې وه.