افغان ۱۵ کلنه فوټبال ملي لوبډله د اسيايي سياليو په موخه ازبکستان ته لاړه

روهي (جمعه/۲۹مه د چنګاښ)، د افغانستان د فوټبال ۱۵ کلنه لوبډله له خپلو ۳ نړیوالو روزونکو سره  د مرکزي اسیا د فوټبال سیالیو په دویم پړاو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته په سفر لاړه.
 
يادې لوبډلې تېر کال د مرکزي اسیايي سیالیو په اول پړاو کې لومړی مقام خپل کړی وو، چې تېره ورځ ددغو سیالیو په دوهم پړاو کې د ګډون لپاره ازبکستان ته روانه شوه.
 
محمد رضا محمدي، حلیم اقا شیرزاد او محمد شریف سروري، د هېواد د فوټبال هغه درې نړیوال قضاوت کوونکي دي، چې په دغه سفر کې د هېواد د فوټبال د ۱۵ کلنې لوبډلې سره ملتیا کوي او ټاکل شوې ده، چې ددغو سیالیو قضاوت هم وکړي.
 
ددغې لوبډلې روزونکي وحید وحیدي په دې اړه وویل، «دا یو فرصت دی، چې موږ وکولای شو، ښې تجربې لاسته راوړو؛ موږ تېر کال په دغو سیالیو کې اتلولي خپله کړې او سږکال هم د ښې اماده ګۍ څخه برخمن یوو، هیله لرو چې ښه پایله ترلاسه کړو.»
 
ټاکل شوې، دا سیالۍ راتلونکې اوونۍ یکشنبه د روانې جولای پر ۲۲مه د ازبکستان په کوربتوب پیل شي، چې د هېواد د فوټبال ملي لوبغاړي به د تاجکستان په وړاندې لومړنۍ سیالۍ ترسره کړي.
 
همداراز د هېواد ۱۵ کلنه فوټبال ملي لوبډله به له دې وروسته د روانې جولای پر ۲۴مې، ۲۶مې، ۲۸مې او ۳۰مې نېټې د قرغزستان، ایران، ترکمنستان او ازبکستان هيوادونو په وړاندې ولوبېږي.