پخوانی پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه وپېژنئ

پخوانی پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه وپېژنئ
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن

زوکړه او کورنی ژوند:
محمد ظاهرشاه په ۱۹۱۴ ز کال کې په کابل کې د سپهسالار محمد نادر خان او ماه پرور بیګم په کورنۍ کې وزږېد. محمد ظاهر شاه له ملکه حميرا سره واده وکړ او د شهزادګۍ بلقيس، شاهزاده محمد اکبر خان، شاهزاده احمد شاه خان، شهزادګۍ مريم، شاهزاده محمد نادر خان، شهزاده شاه محمود، شاهزاده محمد داود پښتونيار، شاهزاده ميرويس په نومونو يې دوه لورګانې او شپږ زامن درلودل.

زده کړې:
محمد ظاهرشاه د کابل به حبيبي او استقلال عالي لېسو کې په ځانګړي ډول زده کړې وکړې. کله چې يې پلار محمد نادر خان په فرانسه کې د افغانستان د وخت د حکومت له خوا په دنده وګمارل شو، نو نوموړی هم فرانسې ته لاړ نور زده کړې يې هلته تر سره کړې. محمد ظاهرشاه په ۱۳۰۹ کې هېواد ته راستون شو او خپلې پاتې زده کړې د پوځ په برخه کې په کابل کې بشپړې کړې.

دندې:
محمد ظاهرشاه په ډېر کم عمر کې په ملي دفاع او پوهنې وزارتونو کې کار وکړ او هم په زده کړو بوخت وو. محمد ظاهرشاه يوازې د ۱۹ کالونو وو، چې پلار يې محمد نادرخان په ۱۳۱۲ ل کال کې ووژل شو او نوموړی د افغانستان ټول واک او پاچا شو.

محمد ظاهرشاه له ۱۳۱۲ ل کال څخه بيا تر ۱۳۵۲ ل لمريز کال د چنګاښ د مياشتې تر ۲۶ مې نيټې پوري د افغانستان ټول واک وو، چې نېږدې ۴۰ کاله يې پاچاهي وکړه.

له پاچاهۍ وروسته:
د محمد ظاهرشاه د تره زوی او د وخت لومړي وزير سردار محمد داوود خان په ۱۳۵۲ ز کال کې په نوموړي يوه سپينه او نه خونړۍ کودتا وکړه او په دې سره يې افغانستان جمهوري دولت اعلان کړ او د شاهي نظام لمن يې ورټوله کړه. هغه وخت چې سردار محمد داوود خان کودتا کوله، محمد ظاهرشاه ايټاليا ته به سفر تللی وو او له هېواد څخه په جلاوطنۍ مجبور شو. سردار محمد داوود خان د محمد ظاهرشاه د کورني غړي په پوره درناوي ايټاليا ته ورلېږل او د يو اوږد وخت لپاره پخوانی پاچا په ايټاليا کې پاتې شو.

هغه وخت چې محمد ظاهرشاه په ايټاليا کې وو، په افغانستان د سردار محمد داوود خان جمهوري نظام، د ثور کودتا او نور محمد ترکي واکمني، د امين کودتا او واکمني، د پرچميانو کودتا او د ببرک کارمل دوره، د ډاکټر نجيب واکمني، د مجاهدينو راتګ؛ د صبغت الله مجديدي او برهان الدين رباني واکمني او د طالبانو پنځه کلن اسلامي امارت تېر شول او واک يې کې درلود.
 
هېواد ته راتګ:
په ۱۳۸۰ ل لمريز کال د امريکا په مشرۍ او د نړيوالې ټولنې په ملاتړ په افغانستان کې د طالبانو اسلامي امارت ويجاړ شو او د حامد کرزي په مشرۍ نوې اداره منځ ته راغله. محمد ظاهرشاه نېږدې ۲۹ کالونه له هېواد څخه بهر تېر کړ او د نوې ادارې په منځ ته راتګ سره په ۱۳۸۱ ل کال کې د طالبانو د واکمنۍ له سقوط لس مياشتې وروسته افغانستان ته راغی. په هېواد کې د اساسي قانون د لوې جرګې له خوا محمد ظاهر شاه ته د ولس پلار يا ملت بابا لقب هم ورکړی شو.
 
مړينه:
د افغانستان پخواني ټولواک محمد ظاه شاه د ۹۲ کالونو په عمر په ۱۳۸۶ ل کال کې د زمري د مياشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې وفات شو او په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.