روهي (پنځه نۍ/٢٨مه د چنګاښ)، ګوګل نړيوال شرکت په دې تورن دی، چې د هغو ځیرکو ټلېفونونو جوړونکي یې له شکايت کولو منع کړي چې له نورو سیسټمونو سره يې کار کاوه.
ياد شرکت تېره چهارشنبه د اروپايي ټولنې لخوا د انحصار ضد قوانینو د سرغړونې په جرم ٥ ميلیارډ ډالره جریمه شو.
اروپايي ټولنه ويلي، چې ګوګل په خپله وېب پاڼه کې تر ډېره ددغه شرکت تبلیغاتو ته بازار موندنه کړې ده.
د يادې ټولنې له لورې ګوګل شرکت ته ٣ میاشتې وخت ورکړل شوی، ترڅو دغه پیسې تسلیم کړي.
په دې اړه ددغې ټولنې د کمېسیون يوه غړي "مارګره وسټاګر" وویل، «د اروپايي ټولنې کمېسیون پرېکړه وکړه، چې ۴.۴ ميلیارډ یورو، چې ۵ ميلیارډ ډالره کېږي، ګوګل شرکت به له خپل ځواک او په ګرځنده ټلېفونونو کې د ګوګل له ماشین څخه د ناوړه استفادې له امله جریمه کړي. ياد شرکت باید تر راتلونکو ۹۰ ورځو پورې دغه ټولې پیسې تسلیم کړي.»
د ګوګل شرکت چارواکو تراوسه ددغې جریمې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
وروستي