عدل هغه بنسټ دي چي ټوله نړۍ پري ولاړه ده ،اودټولو مخلوقاتو صلاح اوخير پکي پروت دي لدي کبله نبي اکرم صلي الله عليه وسلم په عدل او انصاف زور ورکړي او دخلکو ترمينځ په شخړو کي يي عدل اساس ګرځولي دي همدغه رنګ الله پاک فرمايي ژباړه (يقيناً مونږ پيغمبران راليګلي په واضح دلائلو اوددوي سره مو کتابونه ،تله راليګلي ددي لپاره چي خلک په عدل او انصاف ودروي او اوسپنه موراليږلي چي پديکې سخت جنګ او دخلکو نوري فائدي دي) دحديد سورت (٢٥) ايت.
نو الله پاک انبياؤته دعدل او انصاف مهمه دنده اوسپارله چي خلک انصاف ته را او بلي خپله انصاف وکړي لمړي دا هرڅه په دعوت او تبليغ سره ځکه چي دانبياؤ سره دالله پاک کتاب او روښانه دلائل دي چي الهي ورکړه ده هرکله چي داکار لدي طريقي ناشوني شى نو بيا الله اوسپنه راليګلي ده چي پري خلک سم کړي دلته داوسپني نه اسلحه او هغه جنګي وسائل مراد دي چي ظالمان کفار او مفسدين ور باندي سرکوب کيږي او داسلامي قانون نافظ کيدو ته پري لار هواريږي ترڅو دټولني هر وګړي ته انصاف او عدل ورسيږي.
دعدل راوستلو په خاطر الله پيغمبران ځکه راوليږل چي الله سبحانه په خپل ځان ظلم بند کړيدي او پربندګانو يي هم حرام کړيدي چي ظلم به نه کوي لکه فرمائي ژباړه (اوندي رب ستا هيڅ ظلم کونکي په هيڅ بنده باندي ) فصلت ٤٦ ايت
همدارنګه حديث قدسي دي ژباړه (اي زما بندګانو ما په خپل ځان ظلم حرام کړيدي او پر تاسو هم په خپلو منځونو کي ظلم مه کوي ) مسلم کتاب البر والصلة(٢٥٧٧).
الله پاک عادل ذات دي عدل خوښوي اودعادلانو سره مرسته کوي واي چي دمسلمان ظالم څخه الله پاک ته کافر عادل بهتر دي دغه رنګه وايي چى د قيامت په ګرمه ورځ عادل پاچا به دالله پاک دعرش دسوري لاندي ولاړ وي عادل پاچا هغه څوک دي چي دالله پاک داحکامو او اوامرو پيرو وي او هر حکم په خپل ځاي تعميله وي بي دزياتي او نقصان نه ، او دشرع اسلامي څخه هره سر غړونه دعدل څخه سرغړونه ده اوپه داسي ظلم راتګ دي چي په ورځ د قيامت توري تياري دي.
او دهرمسلمان دا دنده ده چي عدل وکړي او عدل ته خلک راوبلي اوله ظلمه يي وژغوري او دا دوي ته يو الاهي امراو حکم دي ژباړه (الله امر کوي په عدل او نيکيو اودخپلو خپلوانو سره داحسان، او منعه کول کوي دبدو کارونو،نارواوو او ظلم نه ) نحل (٩٠) ايت. تردي چي مسلمانان به دخپلو دشمنانوسره هم دعدل څخه کار اخلي ولي چي ددوي بغض نا انصافي او دشمني دظلم سبب اونه ګرځي ځکه چي مسلمانان دمحمدصلي الله عليه وسلم دهغه دين پيرو دي چي دعدل په بنسټ ولاړ دي لکه چي فرمايي ژباړه (اي دايمان والاو دالله پاک دپاره په عدل او انصاف ګواه شئ او ديو قوم دشمني دي باعث نشي په تاسو چي عدل اونه
کړۍ عدل کوي ځکه چي عدل تقوا او پرهيزګارۍ ته ډير نږدي دي )مائده (٨)ايت.
هرکله چي مسلمانانو ته داحد په ميدان کې مرګ ژوبله ورسيده نو مسلمانانو وويل کچيري مونږ ته بيا موقعه په لاس راغله نو مونږ به يو په دوه بدله واخلو دا خبره دالله پاک خوښه نشوه او داايت نازل شو ژباړه ( تاسو ته چي څومره تکليف رسيدلي دي هومره بدله واخلي او که صبر مو وکړه نو دا تاسو ته ډير بهتر دي ) نحل (١٢٦) ايت.
نوعدل داسلام يو اهم رکن دي چي دمسلمانانو په ټوله زندګۍ کي مطرح دي تر دي چي مسلمان به دخپلو ښځو ترمنځ عدل کوي اوکه عدل ونکړي نو په اړه يي سخت وعيد راغلي دي چي دورځ په قيامت به نيمګړي مخ له قبره پاڅيږي او که دسړي په ځان يقين نه وي چي عدل به وکړي نو بايد دوهمه ښځه ونکړي، دخپل اولاد ترمنځ به عدل کوي، په خپله خرچه کي به عدل کوي، په خپل تګ راتګ کي به عدل کوي، په خپله راکړه ورکړه کي به عدل کوي، او تردي چي حرامو شيانو کي به هم عدل کوي، لکه دمسلمانانو ترمنځ نښته حرامه ده خو که بيادمسلمانانوتر منځ نښته رامنځ ته شي پدي هکله الله پاک فرمايي ژباړه ( کچيري دمؤمنانو دوه ډلي نښته وکړي نو تاسو يي ترمنځ روغه جوړه وکړۍ کچيري يو ډله زياتي وکړي پر بله نو دزياتي کونکي ډلي سره جنګ وکړۍ چي روغي جوړي ته غاړه کيږدي او ددوي ترمنځ په عدل فيصله وکړۍ او انصاف وکړي بيشکه چي الله پاک انصاف کوونکي خوښوي.
رسول الله دعدل يو ځانګړي سمبول وو همداراز دخلفاء راشيدينو په عدل دتاريخ پاڼي ګواه دي ابن کثير په بدايه والنهايه کتاب کي دحضرت علي کرم الله وجهه په تاريخ کي ليکي چي جعده بن بهيره رضي الله علي رضي الله ته وويل اي دمؤمنانو اميره تاته دوه کسان راشي چي يو تن ته تاسو دمور او پلاره ګران يي، او دبل تن تاسو دومره بدي شي که يي درباندي وس وشي نو حلاله وي مو اوحال داچي ته دده په فائده فيصله وکړي . نو علي رضي الله ورته وويل کچيري دا کار ما دځان دپاره کولي نو دغه رنګ فيصلي به مي نه کولي خو ليکن دا کار زه دالله پاک دپاره کوم او الله پاک په عدل او انصاف حکم کوي اګر
که دسړي پکي تاوان وي.
واي هرکله چي عمر ابن عبدالعزيز خليفه شو په لمړۍ خطبه کي يي وويل ،يقيناً ستاسو دپيغمبر وروسته بل پيغمبر نه راځي اوله هغه کتابه چي زمونږ پيغمبر ته ورکړل شويدي بل کتاب نه راځي ، اوهرهغه څه چي الله حلال کړيدي ترقيامته به حلال وي اوڅه چي يي حرام کړيدي تر قيامته به حرام وي ، په ياد ولري زه قاضي نه يم چي په خلکو خپل امرونه تعميل کړم بلکي دالله تعالي داحکامو نافذکونکي يم، او زه بدعتي نه يم چي دځانه په دين کي نوي شيانو ته ځاي ورکړم بلکي زه درسول الله دسنتو تابع يم،په ياد ولري هيڅ چاته ندي پکار چي دهغه چادحکمونو پيروي وکړي چي الله پري خفه کيږي،په ياد ولري Ú
چې زه ستاسو دهيڅ کوم نه بهتر نه يم بلکي ستاسو نه يم پغير ددي نه چي ماته يو لوي بار راپه شا کړل شو. ابن سعد طبقات ٥ جلد ٢٥٠ صفحه
لدي وينا څخه څو مادي معلوميږي چي حاکم له پکاردي چي دمامورينو ترمنځ پري عدالت وکړي.
اول: حاکم او امر بايد دالهي احکامو تابع وي او دغه ټول په خپل رعيت يو شان تطبيق کړي.
دوهم: بايد امر او حاکم دنبوي سنتو تابع اودبدعتو ليري وي.
دريم: مامورين او رعيت بايد دامر په هغه څه کي پيروي وکړي چي روا وي نه ناروا.
څلورم: امر او حاکم به دخپل رعيت او مادونانو نه څوک په يو څه نه ځانګړې کوي چي دا څيز دده دپاره ځانګړي دي ځکه چي زما دوست وغيره دي اونور څه غوراوي ونه لري او حال داچي نور دده نه ښه اوغوره خلک موجود وي.
پنځم: حاکم او امر بايد پدي ايمان ولري چي ماته يو ډيردرون مسئوليت را ترغاړي دي او ددي مسئوليت به لما نه رب العالمين دټول رعيت په مخکي پښتنه کوي داټول هغه څه دي چي امر پدي مجبوره کوي چي عدل او انصاف وکړي .
داسي نه لکه دنن زماني امرين او حاکمان چي چوکي اومنصب خپل جاګير اوجائداد ګڼي څه چي يي خوښه وي هغه کوي په کومه بي انصافۍ او ظلم چي يي وس وشي ترسره کوي يي الله دي ورته دنيکۍ هدايت وکړي پدي هيله چي الله زمونږ حاکمان دعمربن الخطاب او عمربن العبد العزيز غوندي حاکمان اوخادمان جوړ کړي.
مولوي رياض الله ساجد
وروستي