اخلاص په اسلام کې

يقيناً اخلاص په دين اسلام کې يو مهم رکن دي هرکله چي په عمل کې اخلاص نه وي ( دالله درضاء په خاطر نه وي) نو الله پاک ته دقبليدو وړ ندي ځکه چي دا عمل بيا ديو بل څه لپاره دي چي ريا،ځان ښودل ،بهادري ،شهرت وغيره لپاره شو. لکه څنګه چي په حديث مبارک کې راغلي دي چي دقيامت په ورځ به يو نيک سړي راوستل شي چي ډيري صدقي او خيراتونه به يي کړي وي الله پاک به ورته ووايي چي ځه تا دا عمل دځان ښودني لپاره کړي وو خو هغه درته په دنيا کې حاصل شويدي ځما سره دي هيڅ بدله او ثواب نشته همدغه رنګه نور ډير کسان چى په عمل کې يي اخلاص نه وي الله پاک به ورله عمل رد کړي .
داخلاص تعريف:
علامه عزبن عبد السلام فرمايي ( اخلاص ديته وايي چي يو مکلف عاقل بالغ مسلمان سړي يو نيک کار وکړي خاص دالله درضاء په خاطر، چي ايراده يي پري دلويي او دخلکو څخه دعزت کولو نه وي، اونه يي دينى فائده حاصله ول او دنيوي ضرر دفعه کول مقصد وي .
سهل بن عبدالله فرمايي ، اخلاص ديته وايي چي دبنده ټول حرکات او سکنات خاص دالله درضاء په خاطر وي .
ځينى نور علماء بيا د اخلاص په اړه ځانګړي تعريفات لري چي دبنده زړه خاص دالله دپاره خالي وي او هيڅ بل څوک ورپکي نه وي او دا کمال اخلاص دي .
او ځينى نورپدي عقيده دي چى اخلاص ديته وايي چي دسړي عمل دمخلوق دملاحظاتو پاک وي.
هروي وايي اخلاص ديته وايي چي دسړي عمل دهر قسم عيب څخه پاک وي.
وايي چي دعلامه تستري څخه پوښتنه وشوه چي په نفس کوم عمل ډير ګران او دروند دي هغه په جواب کې وويل ، اخلاص، ځکه چي په ديکي دنفس لپاره کومه حصه نشته چي هغه ريا او ځاښودنه او شهرت دي .
سفيان ثوري فرمايي چي ځه نه يم مخ شوي ديوډير سخت شي سره مګرم نيت پر ما ډير ګران دي د ډيرو سختو شيانونه ځکه چي دا ډير ژر بدليږي او دسړي عمل ته ضرر رسوي.
اخلاص دعربي لغت کتابونو کي ديو شي پاکوالى او جودايي دهغه شيانوڅخه چي دغه شي ته ضرر رسوي لکه وايي (هذا مختص بک) ( نورڅوک درسره پکي شريک ندي) او ددوي په نزد خالص رنګ هغه دي چي نور رنګونه ورسره شريک نه وي .
داخلاص مرتبه :
اخلاص داعمالو دقبوليت لپاره يو مهم رکن دي چي انبياء عليهم السلام ورباندي الله راليږلي وو او ددوي ددعوت مضمون الله اخلاص جوړ کړي وو لکه الله پاک فرمايي ژباړه ( او دي پيغمبرانو ته حکم نوو شوي مګر ددي خبري چي دالله عبادت وکړي او خپله غاړه او عبادت الله پاک پوري خاص کړي پداسي حال کي چي په توحيد ولاړ وي او دشرک ماتونکي وي) همدارنګ فرمايي ژباړه (الله هغه ذات دي چي مرګ ژوند يي پيدا کړيدي ددي لپاره چي تاسو وګوري کوم يو احسن عمل کوي) ددي ايت لاندي فضيل بن عياض ليکي احسن ديته وايي چي اخلاصي او اصوب وي تپوس تري وکړي شو چي مخلصه او اصوب څه ته وايي فضيل بن عياض ورته جواب ورکړه هرکله چي عمل خالص وي او صواب نه وي دقبليدو وړ ندي او هرکله چي بر عکس وي هم دقبليدو وړ ندي او خالص دادي چي خاص دالله درضاء په خاطر وي او صواب دادي چي درسول الله په طريقه وي . نو هيڅ عمل بغير داخلاص او صواب نه دالله پاک په در کې دقبليدو او اجر وړ ندي، الله دي زمونږ په اعمالو کي دواړه پيداکړي.
داخلاص درجي :
١-دعمل نه درياء ويستل ،په عمل څه عوض نه غوښتل ،او په عمل نه راضي کيدل چي همدومره بس دي. او لدي درجي نه دالله پاک احسان او توفيق ورکول بنده ته په عمل معلوميږي لکه چي الله پاک فرمايي ژباړه (کچيرته دالله پاک فضل او رحم نه وي پرتاسو نو يو به يي هم نوي پاک کړي له تاسو نه هيڅ چيري او الله چي وغواړي څوک پاک کړي نو پاکوي يي ). لدي معلوميږي چي بنده به خپل پوره کوښښ کوي په نيک عمل کي او پر خپل عمل به پوره باور نه کوي چي ما به له عذاب الهي وژغوري لکه چي الله پاک فرمايي ژپاړه ( هغه کسان چي خرچ کوي دالله پاک له طرفه ورکړل شوي مالونه او زړونه يي په ويره کي وي چي دا عمÙ
„ به يي قبول شي او کنه او دوي به دالله پاک خواته ورځي).
٢- پدي وپوهيږي چي ديواځي دالله پاک بنده او غلام دي او غلام دمولا په خدمت هيڅ قسم عوض نه غواړي.
٣- بنده به خپل عيبونه ګوري ، او دخپل عمل نيمګړتيا به لټه وي. او دا کار ندي شوني مګر پدي چي سړي علم ولري په مسنونه طريقه عمل وکړي او له بدعاتو ځان وژغوري.
داخلاص نتيجه او ثمره .
١- الله پاک داخلاص په ذريعه بنده دډيرو افتونو او مصيبتونو نه ساتي ، او پدي باره کي ډير واقعات موجود دي چي مونږ ورته صرف اشاره کوولکه هغه دري خلک په بني اسرائيلو کي چي په يو غار کي بند پاتي شوي وو او بيا دخپل مخلص عمل په واسطه له غاره خلاص شو. هم دارنګه په سورت کهف کي داصحاب کهف واقعه همدغه رنګه په سورت توبه کي دهغه دريو صحابه و واقعه چي درسول الله نه پاتي شوي وو او غزوه يي تبوک ته نه وو تللي الله پاک دخپل عذاب نه داخلاص په واسطه بچ کړه همدغه رنګه نور ډير واقعات چي په قرآن او احاديثو کي ذکر شويدي.
٢- دالله کومک به ورسره کيږي لکه چي دصحابه کرامو دګڼو واقعاتو او غزواتو نه ثابته ده.
٣- دشيطان دوسوسو او مضرو اثراتو نه به په امان وي ، پدي باندي ديوسف عليه السلام واقعه دلالت کوي لکه چي الله پاک فرمايي ژپاړه (يو سف عليه السلام به هم دغلتۍ اراده کړي واي کچيري ورته الهي احکام نه وي معلوم.................او يقيناً يوسف عليه السلام دمخلصو بندګانو نه وو) همدارنګه په قرآن کي دشيطان قول چي وايي ژباړه ( اي الله زه به دا ټول بندګان ګمراه کړم مګر ستا مخلص بندګان به رانه خلاص وي).
٤- مخلصين به دنبي اکرم صلي الله عليه وسلم د شفاعت مستحق او برخه مند وي. په حديث مبارک کي راځي ژپاړه (ابي هريره درسول الله څخه وپوښتل اي دالله رسوله په ورځ دقيامت ستا دشفاعت څوک ډير مستحق دي ................. هغه ورته وفرمائل هغه څوک چي لااله الاالله خالص دالله درضاء په خاطر ويلي وي (مسلمان مؤمن او پوره مؤمن وي).
٥- مخلصينو ته ګناهونه معاف کولي شي اودالله درحمت مستحق ګرځي. لکه څنګه چي ديوي ښځي ګناه ګاري په اړه راځي چي يو سپى باندي يي په ډيره سخته ګرمي کي اوبه اوڅکولي الله پاک پدي عمل معاف کړه او درحمت مستحق يي اوګرځوله.
په اخر کې دالله پاک څخه غواړو چې زمونږ ټول اعمال خير درياء خود خواهي او شهرت څخه پاک کړي او په خپل در يي قبول او منظور وګرځوي.
دودان افغانستان په هيله
مولوي رياض الله ساجد