ولس د پوځ ترڅنګ ولاړ دی

له پوځ سره د خلکو همکاري، د جګړې په ډګر کې د دښمن پر وړاندې د بریا لومړنی شرط دی. ننني افغان پوځ په لنډ زماني واټن کې د لسییزو مزل بشپړ کړ او اوس له هره پلوه په یوه ښه ځای کې ولاړ دی. تر ټولو مهمه دا چې ولس د پوځ ملاتړ کوي او د ملاتړ دا کچه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده. له دوه زره څوارلسم کال را وروسته له افغانستان څخه د ټولو نړیوالو ځواکونو په وتلو سره داسې اندېښنې را پورته شوې چې افغان ځواکونه به په یوازې سر ونشي کولای دغو ټولو تحدیداتو ته اوږه ورکړي خو په حقیقت کې دا ټولې اندېښنې غلطې ثابتې شوې. دلیل يي دا و چې دا پوځ د خلکو په همکارۍ د دښمن پر وړاندې بریالی شو او د جګړې په هر میدان کې يي نړیوال ترهګر پر ګونډو کړ.

داعش چې په نورو هېوادونو کې يي دولتونه وننګول، جبهې او مرکزونه يي جوړ کړل، په افغانستان کې يي د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا، جرړې و ایستل شوې او ټولې شبکې يي ړنګې ګړای شوې. افغان ملي پوځیانو په حقیقت کې وښودله چې دوی غښتلي دي او د هر ډول بهرني تحدید او ګواښ د دفع کولو وړتیا لري.

په همدې ترتیب افغان پوځیانو د جګړې په هر ډګر کې د دښمن ملا ماته کړې. افغان پوځيان اوس هم د وړتیا او هم د کیفیت له پلوه تر پخوا ډېر غښتلي شوي او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د نړیوالو ترهګریزو شبکو پر ضد مبارزه کوي. د دې ټولو بریاوو تر شاه د ولس د ملاتړ لاس دی، د افغانستان ملي پوځ پرته له قومي، ژبني او سمتي تعصیب په هېواد کې د ملي یووالي سمبول بېلګه ده چې ټول په خپله خوښه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه تر یوه واحد چتر لاندې راټول شوي او هره ورځ د هېواد خپلواکۍ او ارضي تمامیت لپاره قرباني ورکوي.

افغان امنیتي ځواکونه په اوس کې له هېواد او دین دواړو دفاع کوي؛‌ له همدې امله، د دې خاورې هر مسوول وګړي دا موضوع درک کړې او له خپلو امنیتي ځواکونو څخه دفاع او ملاتړ خپل ایماني او وجداني دنده ګڼي. د ټول هېواد په کچه د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ او حمایت ښې بېلګې موجودې دي. په دې وروستیو کې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د سیمې اوسیدونکو له خپلې سیمې څخه د دفاع لپاره له دښمن سره په کمو جنګي وسایلو مبارزه وکړه.

ځاځيو په مجموع کې او د ځاځي میدان ولسوالي اوسېدونکو په ځانګړي ډول تل خپله ولسوالي له وحشت او دهشته لېرې ساتلې، ښوونځي یې پکې پرانیستي پرې ایښي او پاکستاني پوځیان یې نه دي پرې ایښي چې له ډیورنډه دې خوا د دوی په خاوره کې پوستې جوړې یا ازغن سیم وغځوي. د سږ کال په اپریل کې د ځاځي میدان ولس د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځیانو حمله هم ناکامه کړه. د سیمې اوسېدونکې نننۍ حمله داپریل د میاشتې له حملې سره بې ارتباطه نه بولي.
په کار ده چې د ځاځي میدان ولسوالۍ د اوسېدونکو په څېر، ټول ولس د خپلې سیمې د پرمختګ او طرقۍ لپاره د دښمن پر وړاندې ودریږي او اجازه ور نه کړي چې ښوونځي او داسې نورې ټولګټې پروژه يي په بمونو ویجاړې شي. وسله وال پوځ د خلکو د امنیت ټینګښت، د ټولنې پرمختګ او دولس د هوسیانې لپاره قرباني ورکوي او ولس هم باید د ملي پوځیانو قربانیو ته د درناوي په خاطر د هغوی ملاتړ پراخ کړي.

د هوسا، پرمختللي او امن افغانستان په هیله