افغانستان د پراخو زېرمو په لرلو سره په وچه کې له حصارو هېوادونه دی چې، په سیمه کې د سوداګریزو راکړو ورکړو او ټرانزیټ په برخه کې له ځانګړي جغرافیایي موقعیت او ځای څخه برخمن دی. له بده مرغه افغانستان د کورنیو ستونزو او ناخوالو له امله ونشو کړای چې له دغه ظرفیت او طلائي فرصت څخه ګټه پورته کړي او په سیمه کې د یوه ترانزیتي څلورې په توګه خپل ځای تثبیت کړي. په تېرو شاوخوا درې کلونو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني لخوا دغه آیډیا یا مفکوره یو څه را ژوندی شوه . ولسمشر غني نه یوازې دا چې د ټرانزیټي څلور لارې مفکوره را ژوندۍ کړه بلکې په دې برخه کې يي ځینې ګامونه هم پورته کړل چې له دې ډلې یو؛ ټاپي یادولی شو. ولسمشر غني په تېرو څو لنډو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د اقتصادي څلور لارې طرحه له مفکورې عملي بڼې ته دننه کړه.
د افغانستان له خاورې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د طبیعي ګازو د لېږد نل لیکه، څه نوې خبره نه ده. دا پروژه په ۱۹۹۰ لسیزه کې د هغه مهال د دولتي چارواکو لخوا مطرح شوې وه چې نه تطبیق يي په افغانستان کې روانې ناخوالې بلل کیږي.
ټاپي پروژه په ۲۰۰۳ کال کې د آسیا پراختیایي بانک په ملاتړ یوځل بیا تر بحث لاندې ونیول شوه چې بیا ورسته په ۲۰۰۸ کال کې هند د دې پروژ د پلي کېدو لپاره لومړنی ګام پورته کړ او قرارداد يي د ۲۰۱۵ کال په ډسامبر کې د څلورو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو.
د ټاپي پروژې عملي چارې په ۱۳۹۴ کال کې د ټاپي د څلورو غړو هېوادونو د مشرانو لخوا په ترکمنستان کې پرانیستل شوې .افغانستان، هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو لېږد نل لیکه یا ټاپي ۱۸۱۴ کلیومټره اوږدوالی لري، چې ۸۱۶ کیلو مټره یې د افغانستان په خاوره کې له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي او وروسته پاکستان له لارې هند ته رسېږي.
د ټاپي نل لیکه د افغانستان پولو ته را رسېدلې او ټاکل شوې دا لویه سیمه ییزه پروژه تر راتلونکو څو ورځو پورې په هرات کې د څلورو هېوادونو ( افغانستان، ترکمنستان، هند او پاکسان) د مشرانو لخوا د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترځ کې پرانیستل شي.
له دې پروژې د افغانستان ګټې څه دي!
له دې پروژې څخه افغانستان په کلني ډول د حق العبور له اړخه شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالرو ترلاسه کوي او سربېره پر دې زرګونو هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابريږي.
د ګازو دغه نل لیکه په کلني ډول افغانستان، پاکستان او هند ته د ۳۳ بیلیون مترمکعب ګازو د لېږد ظرفیت لري او هر هېواد ترې په ټاکل شوې کچه ګاز پېري، چې د هغو له منځه په لومړنیو لسو کلونو کې د افغانستان برخه ۵۰۰ میلیون متر مکعب، په دویمه لسیزه کې، ۱ بیلون او په درېیمه لسیزه کې ۱،۵ بیلون متر مکعب ګاز دي.
ټاپي یوازې د ګازو د لېږد نللیکه نه ده، بلکې په افغانستان کې اقتصادي کوریډور طرحې په چوکاټ کې هڅه کېږي، چې د ګازو نل لیکه، د برېښنا مزی، رېل کرښه، سړک او نوري فایبر له یوې لارې او یوه اقتصادي کوریډور په چوکاټ کې تېر شي.
د ترکمنستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي نوې پروژه به هم د ټاپي له مسیر څخه تېره شي. دددې پروژې هوکړه لیک د ترکمنستان ُ افغانستان هند او پاکستان مشرانو لخوا د ۲۰۱۵ کال په ډسمبر کې لاسلیک شو. د دې پروژې تخنیکي ارزونه او پلان به هم په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.
د افغانستان د رېل کرښې ادارې د انکشافي پلانونو د لارښوونې پر اساس، د هرات ولایت په تور غونډۍ بندر کې د رېل کرښې سټېشن کې د ۱۳ کیلومټره رېل کرښې جوړول او بیا رغاول په پام کې نیول شوي، چې د جوړېدو کار یې روان دی. په دغه کرښه کې، د ترکمنستان د رېل کرښې له شبکې سره د اصلي کرښې او په سټېشن کې د شته فرعي کرښو جوړول شامل دي، چې د استهلاک له امله له منځه تللې دي او تر دې زیات نور د استفادې وړ نه دي.
د دې لويي پروژې تر ټولو مهم اړخ دا دی چې د سیمې هېوادونو ګټې له یو بل سره تړي، چې کولای شي په سیمه کې ثبت ډاډمن کړي. ټاپي او دې ته ورته سیمه ییزې لویي پروژې کولای شي پاکستان چې په افغانستان کې د روانې بې ثباتۍ اصلي لامل پېژندل شوی، اړ کړي چې په افغانستان او سیمه کې د امینت د ټینګښت په برخه کې همکاري وکړي.
وروستي