سعودي عربستان اوس ښځينه پیلوټانې روزي

روهي (درې نۍ/۲۶ د چنګاښ)، د سعودي عربستان د هوايي چلند اکاډمي په دې هڅه کې چې ښځينه پیلوټانې جذب کړي او په دې برخه ې روزنه ورکړي.

هغه ميرمنې چې په دې اکاډمۍ کې د پیلوټانۍ زده کړې تر سره کوي په راتلونکي کې به د سوداګرۍ په برخه کې په هوايي کرښو په دندو وګمارل شي.

سعودي عربستان به ميرمنو ته د پیلوټانۍ په برخه کې په کور دننه مرکزنو کې، دوی ته زده کړې ورکړي او هغې وروسته به د کار زمينه هم ورته برابره کړي.

څه وخت وړاندې سعودي عربستان ښځو ته د موټر چلولو، سينما او لوبو ته د تګ اجازه ورکړه. اوس د ښځو د ازادۍ لپاره بله هڅه هوايي روزنه ده، چې په ياد هېواد کې يې هرکلی شوی.