«سولارين» د نړۍ تر ټولو خوندي موبايل بلل شوی

روهي (دوه نۍ/۲۵مه د چنګاښ)، ممکن ځينې خلک له دې امله په ټلېفونونو کې مهمې خبري ونه کړي، چې هسې نه یا یې ږغ ثبت شي او یا يې هم ډيټا ته کوم بل څوک لاسرسی پيداکړي.
 
خو ددغو کسانو لپاره د ټکنالوجيکي نړۍ تازه خبر په ډاګه کړې، چې په «سویټرزلېنډ» کې ددغه هېواد د ملي ټیکنالوجي کمپنۍ ويلي، چې له سایبري بریدونو څخه خوندي ګرځنده ټلېفون یې جوړ کړی دی.
 
يادې کمپنۍ زياته کړې، چې دا موبايل «سولارين» نومېږي او د نړۍ یو له تر ټولو قوي ترینو ګرځنده موبايلونو څخه ګڼل کيږي، چې بیه يې شاوخوا ۱۰۰۰ امریکايي ډالره ده او نورې پرمختللي اسانتياوې هم پکې موجودي دي.