روهي (يوه نۍ/٢٤مه د چنګاښ)، د کندهار ولايتي ادارې په کندهار کې د ځغاستې سيالیو غوره لوبغاړي وستایل.
دغه لوبغاړي، چې د هیواد په کچه يې د ځغاستې سیالیو کې غوره مقامونه ګټلي وه. د کندهار په ولایت مقام کې د کندهار مرستیال والي "عبدالحنان منيب" لخوا وستایل شوه.
په یاده ستاینغونډه کې د کندهار مرستیال والي ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور رئیس، د ورزشي امریت سرپرست آمر او یو شمیر نارینه او ښځینه لوبغاړو هم ګډون کړی وو.
مرستيال والي، هغو لوبغاړو ته چې په یادو سیالیو کې يې غوره مقامونه ګتلي وه، د مبارکۍ ترڅنګ دوی ته د ولایتي ادارې په استازیتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
د کندهار مرستیال والي وويل، "موږ په هر صورت سره د خپلو ځوانو ورزش کارانو تشویق، هڅونې او د دوی لپاره د غوره سپورټي سهولتونو برابرولو ته ژمن یو."
د ويلو وړ ده، چې په یادو سیالیو کې سعید ساحل د ټول هیواد په سطحه د ځغاستې په ۲۰۰ متره واټن کې اول مقام او په ۱۰۰ متره واټن کې د ټول هیواد په سطحه دوهم مقام ګټلی دی. همداراز په ښځینه لوبغاړو کې بیا ستارې د ټول هیواد په کچه دوهم مقام ګټلی دی.
د غونډه په پای کې د کندهار مرستیال والي لخوا یادو لوبغاړو ته ستاینلکونه هم ورکړل شول.
وروستي