سامسنګ پاکستان کې د خپلو ځينو ځیرکو موبایلونو بیې راټيټي کړي

روهي (شنبه/۲۳مه د چنګاښ)، سامسنګ د ځيرکو موبايلونو نړيوالې او مشهورې کمپنۍ په پاکستان کې د خپلو ځینو خاصو ځیرکو موبایلونو په نرخ کې د کمښت خبر ورکړی دی.
 
سامسنګ کمپنۍ تائيد کړه، چې دوی په پاکستان کې د «Galaxy S8+»، «Galaxy S9+» او «Galaxy Note 8» ځیرکو موبایلونو نرخونه له ۵۰۰۰ پاکستانۍ کالدارو څخه تر ۱۰۰۰۰ کالدارو پوري راټيټ کړي دي.
 
د پاکستان سامسنګ کمپنۍ پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه ويلي، چې يادي کمپنۍ په پاکستان کې ددغو ځيرکو موبایلونو د بیو ټيټېدو اعلان تر نامحدودي نیټې پوري کړی دی.
 
اوسمهال د پاکستان د ځيرکو موبايلونو مارکېټ کې د «Galaxy S8+» بیه د ۵۰۰۰ کالدارو په ټيټېدو سره له ۹۰۰۰۰ کالدارو څخه ۸۵۰۰۰ ته، د «Galaxy S9+» بیه د ۱۰۰۰۰ کالدارو په کمېدو سره له ۱۲۲۰۰۰ څخه ۱۱۲۰۰۰ ته او د «Galaxy Note 8» ځيرک موبايل بيه، چې وړاندي ۱۰۰۰۰۰ پاکستانۍ کالداري وه، اوس ۹۰۰۰۰ ته راټيټه شوې ده.