
شنبه (خالي) ٢٤/٠٧/٢٠١٠
پېښور: د مهتر لام بابا ادبي ټولنې څوارلسمه اوونيزه غونډه د سردار نبي شجاع ځاځي په مشرۍ وشوه، دا مهال ډاکټر محمد اسماعيل نيازى او عبدالغني مجروح مشران مېلمانه وو، تلاوت سميع الحق علي خېل وکړ، د سټېج چارې انعام الله ګوهر تر سره کړې، د قاري محمد اياز جانبار په نثري ليکنه (هغه) کره کتنه وشوه، د تېرې غونډې ګذارش رود همت ولوست، د غونډې په ترڅ کې تحسين الله تحسين او محمد اسماعيل نيازي خبرې وکړې او زياته يې کړه چې افغان ادبي بهير، مهتر لام بابا ادبي ټولنه او د افغانستان ادبي انجمن بايد په ګډه د پښتو او افغان ادب د ودې او پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي او چا ته
اجاز ور نه کړي چې د دغو ټولنو خلاف څه خبرې وکړي، نظيرالحق قريشي وويل چې د مهترلام بابا ادبي ټولنه يوازې د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره جوړه شوې او د هيچا خلاف څه شوم هدف نه لري، ليکوال او شاعر بايد د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي په پېښور کې ټولې ټولنې د لر او برو پښتنو د يو والي او ورسره د ژبې د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي، غونډه کې ګڼو ليکوالو او شاعرانو برخه واخيسته او پرېکړه وشوه چې پراتلونکې غونډې ته به عبدالروف خپل غزل کره کتنه راوړي.