ټاکل شوې سبا د فلسطين فوټبال ملي لوبډله افغانستان ته راشي

روهي (جمعه/۲۲ د چنګاښ)، د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي وايي، ټاکل شوې سبا د فلسطین فوټبال ملي لوبډله د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې سره په یوه دوستانه لوبې کې د ګډون لپاره کابل ته راشي.
 
اټکل کيږي، چې دغه لوبه به د افغانستان د خپلواکۍ په ورځ د دواړو هيوادونو د ملي لوبډولو ترمنځ ترسره شي.
 
 افغان فوټبال ملي لوبډله به په کابل کې د زمري/اسد په ۲۸مه، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې سره برابره ده، د یوه دوستانه لوبې په ترڅ کې د فلسطین د فوټبال ملي لوبډلې په وړاندي لوبه ترسره کړي.
 
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د سیالیو ترسره کولو مسوول سیدعلي کاظمي په دې اړه وویل، «په دې لوبې سره به موږ د فوټبال نړیوالې شورا ته وښيو، چې موږ کولای شو د سياليو ښه کوربه واوسو، ترڅو هغوی موږ د هغو پنځو هيوادونو له نوملړ څخه لېري کړي، چې نه شي کولای د سیالیو کوربتوب وکړي. دا د تخنیکي پلوه افغانستان ته ځکه ډېره مهمه ده، چې فلسطین د فوټبال د نړیوالې شورا په نوملړ کې له افغانستان څخه وړاندي دی.»
 
ټاکل شوې ده، چې افغان ملي لوبډله به د فلسطین لوبډلې په وړاندي له دغي دوستانه لوبې وروسته، د تلې په ۱۷مه په «میانمار» کې د دغه هيواد د ملي لوبډلې په وړاندي خپل بخت وازمایي.